Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې د حزب الله مهم قومندان یې وژلی

د اسرائیلو پوځ ویلي چې ځواکونو یې د حزب الله مهم قومندان وژلی دی

د اسرائیلو پوځ ویلي، د حزب‌الله غورځنګ “ستر قومندان” وژل شوی چې د لبنان جنوب کې یې پر اسرائیلي ځواکونو د توغندیو توغولو او د زغرې‌ضد توغندیو د څار دنده لرله.‌

پوځ ویلي، ابو علي رضا د لبنان سوېل برعشیت سیمه کې بمبارۍ کې “وژل شوی”، خو د وژل کېدو دقیقه نېټه یې نه ده ښودلې.

حزب الله ته اوښتي مرګ ژوبله

د پوځ د بیان له مخې، ابو علي رضا “د توغندیو توغولو او د اسرائیلي ټانکونو ضد توغدیو د پلان مسؤل و، همدارنګه په سیمه کې د حزب‌الله د غړو د فعالیتونو څارنه یې هم کوله.”

حزب‌الله لا تر اوسه د ابو علي رضا د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.‌

د اسرائیلو پوځ دا هم ویلي چې د سپتمبر پر ۳۰مه لبنان کې د دوی د عملیاتو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۸ پوځيان وژل شوي.

په غزه کې بریدونه

د غزې جګړه؛ د اسرائيلو په تازه بريدونو کې د “لږ تر لږه ۳۰ تنو” د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي د اسرائیلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي چې نيمايي يې د غزې شمال کې دي چې اسرائيلو کلابنده کړې ده.

فلسطیني روغتیايي سرچینې وايي دیارلس تنه په جبالیا او بیت لاهيا کې وژل شوي دي.

نور ولولئ: پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

نور ولولئ: اسرائیل: “لبنان کې مو د حزب الله له ۱۰۰ زیات توغندیز سیسټمونه په نښه کړل”

نور ولولئ: اسرائيل خبر ورکړ چې په دمشق کې يې د حزب الله ډلې مالي مسئول له منځه وړی دی

په همدې مهال د رپوټونو له مخې وړاندې پر خان یونس شوي یوه برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي وو.

د پېښې يو فلسطينی عيني شاهد وايي، “هغو ماشومانو د خېمې مخې ته لوبې کولې، هغوی کور نه درلود، هغوی خپل کور له لاسه ورکړی و، په لوبو بوخت وو چې يو توغندی پرې ولګېد او ټوټې ټوټې يې کړل.”

دا وروستي بریدونه داسې مهال شوي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسېف) په جبالیا کې په اته څلوېښت ساعتونو کې د پنځوسو ماشومانو مړینه غندلې ده.

خو له دې سره، سره بیا هم اسرائیلو د ملکیانو مرګ ژوبلې ته پام نه دی کړی او هر ځای کې درنې بمبارۍ کوي.

د بشر حقونو سازمانونه هم پر اسرائیلو تور پورې کړی چې په فلسطین او لبنان کې یې عامو وګړو ته زیاته مرګ ژوبله اړولي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button