نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت له‌ خوا د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو لاملونه په ډاګه شول

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شورا نه جوړېدل، د قوانینو نه‌ شتون او په حکومتولۍ کې یو لړ نور مسایل د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو مهم لاملونه ګڼي

له تېرو شاوخوا نولسو میاشتو راهیسې وزارتونه او یو شمېر نورې دولتي ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي خو د اسلامي امارت ویاند وايي چې دا ستونزه به ژر حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:”اوس هم ستونزې شته د بېلګې په ډول د رسمیت پېژندل همداسې پاتې دي ځینې بنسټونه باید جوړ شي چې د شورا جوړېدل او د قوانیو وضع کول دغه برخې باید بشپړې شي کله چې بشپړې شي، له دې وروسته به د سرپرستي کار هم وشي.”

ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې د اوسنۍ کابینې وزیران له پوره صلاحيت څخه برخمن دي او د چارو پر وړاندې يې هېڅ ډول خڼډ نشته.

په ورته مهال د نظر خاوندان بیلابیل نظرونه لري

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وايي:”د سرپرستې کابیني دوام د خپلې خوښې حکومت کولو او د سیاست اصولو ته نه پاملرنې په مانا ده او همداراز د حکومتولۍ قواعد او د خلکو بنسټیزې غوښتنې په نظر کې نه نیول دي.”

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې رسمي کابینه د وزارتونو د کارونو په پرمختګ کې مهم رول لري.

د سیاسي چارو کارپوه فیض‌الله جلیلي وايي:”د موقت یا سرپرست حکومتونو دوره باید له دریو میاشتو اضافه نه وي، ځکه چې په دنیا کې له دریو میاشتو اضافه داسې حکومتونه نه دي لېدل شوي او ضرورت یې دا دی چې که چېرته دایمي حکومت موجود نه‌ وي سرپرست حکومتونه یا سرپرست وزیران ان په خپلو وزارتونو کې تقررات هم نشي کولای.

نور ولولئ: د اسلامي امارت تازه ګمازنې

د سياسي چارو کارپوه سید اکبر اغا وايي: “طالبان هم د دې احتیاط کوي چې هغوی وايي چې موږ په افغانستان کې هغه وخت چې افغانستان په رسمیت وپېژندل شي نو په هغه وخت کې به دوی دا حکومت له سرپرستۍ څخه لرې کوي.”

د طالبانو له خوا څو ځلې ویلي شوي چې اوسنۍ کابینه یي لنډ مهاله ده او په وینا یي زر به دايمي او رسمي کابینه اعلان شي.

د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د حکومت ټولې چارې هم د سرپرستې کابینې لخوا پر مخ وړل کېدې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button