نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي

د دفاع وزارت چارواکي

د اسلامي امارت مشر د قول اردوګانو او د ملي دفاع وزارت د سټراټېژیکو استخباراتو معینیت مسوولینو ته لارښونه کوي چې له بندیانو سره د شرعي احکامو مطابق چلن وکړي او له نا روا ربړونې دې ډډه وکړي. 

مولوي هبت الله اخندزاده

مولوي هبت الله اخندزاده له دغو چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونه باید د تحقیق او تعقیب پر مهال بې ګناه کسان ونه نیسي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«د اسلامي اصول له مخې هغوی باید د ظالمانه قوانینو په رڼا کې ونه ځورول شي او له هغوی سره د اسلامي احکامو او اسلامي شریعت په رڼا کې چلن وشي

نور یی ولوله | یو شمېر سوداګر د خپلو توکو د بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دی

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

د اسلامي امارت ویاند

د اسلامي امارت ویاند مرستیال زیاتوي، مولوي هبت الله آخندزاده د قول اردوګانو مسوولینو سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو د نامطلوبو کسانو پر ویستلو هم خبرې کړې دي. ښاغلي کریمي وویل:«مسوولینو ته په دې برخه کې سپارښتنې شوې، چې صفونه باید مخلصو، متحدو او ژمنو کسانو څخه تشکیل وي، ترڅو هېواد، دین او ولس ته ښه خدمتونه عرضه کړي او د هېواد پرمختګ او سوکالۍ ته لاره هواره شي. 

د سیاسي چارو شنونکی

بلخوا د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي په دې اړه داسې وايي:«دا مسله د اسلامي شریعت سره برابره ده او په عین حال دا له نړۍوالو قوانینو سره هم درست رفتار دی، چې اسلامي او نړۍوال قوانین په دې برخه کې سره نږدې دي. د خبرپاڼې له مخې د اسلامي امارت مشر د نظام حاکمیت او د فساد په له منځه وړلو کې د استخباراتو رول مهم بللی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button