نړیوال خبرونه

یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

د کابل نور روغتون

په کابل کې د نور روغتون مسوولان وايي، د پاکستاني ډاکټرانو يوه دولس کسيزه ډله د سترګو ناروغيو د درملنې په موخه کابل ته راغلې ده.

دوی زیاتوي، د سترګو درملنې په وړيا څلور ورځني کمپ کې به د ۵۰۰ ناروغانو درملنه او عملياتونه وکړي. د نور روغتون رییس ظاهر ګل ځدراڼ وايي: «دغه ډاکټر صاحبان دولس نفره دي او ټول هم‌مسلکه ډاکټر صاحبان دي. دوی به د دې څلور ورځو په جریان کې په وړیا ډول د سترګو پنځه سوه عمیات اجرا کوي

نور یی ولوله | کرېن ډېکر کابل کې د امریکا نوې شارژدافېره اعلان شوه

نور یی ولوله | امیر خان متقي د تاشکند غونډه له افغانستان سره د تعامل لپاره ښه فرصت بللی

ډیری خلک د غربت له امله ړانده دي

هغه ناروغان چې روغتون ته ورغلي له‌دې کاره هرکلی کوي. د خوست اوسېدونکی قدوس خان وايي: «ډېر خلک د غربت له کبله د سترګو نظر څخه محروم دي او درملنه نه‌شي کولای. د کابل ولایت اوسېدونکې پښتنه وايي: «له روغتون او پاکستاني ډاکټرانو ډېر خوښ یوو. کور یې اباد

ورته مهال پاکستاني ډاکتران وايي، غواړي پر عملیات سربېره د افغان ډاکترانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي او زیاتوي، کابل ته د راتګ موخه يې د ناروغانو د عملياتونو تر څنګ د افغان ډاکټرانو روزنه ده. یو پاکستانی ډاکټر ناصر احمد وايي ډېر ژر به ډاکټرانو په خپله د سترګو د شبکې عملیات پیل کړي. د افغانستان د سترګو متخصصان وایي، ډېری افغانانو د لوړ عمر او ځنیو د فزیکي زیانونو له امله د سترګو لید له منځه تللی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button