نړۍ خبرونه
رجحان

د اسلامي همکاريو سازمان طالبانو ته؛ نجونې زده کړو ته پرېږدئ

د اسلامي همکاریو سازمان طالبانو ته ویلي چې د نجونو زده‌کړو او بشري حقونو ته پام واړوي

د اسلامي همکاریو سازمان، اسلامي هېوادونو، په نړۍ کې اسلامي علماوو او نړیوالې ټولنې بار، بار له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړي، خو طالبانو لا تراوسه دغه چارې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ د دغه سازمان د ۵۰مې ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې یاده کړې چې افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار بندیز ته له سره کتنه وکړي او افغانستان کې بشري حقونو ته پام وکړي.

د امیرخان متقي او اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي لیدنه

اسلامي همکاريو سازمان,نجونې زده کړ,طالبان,امیرخان متقي

د اسلامي همکاریو سازمان د پنجشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د یاد سازمان د ۵۰مې ناستې په څنډه کې لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بخیت له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د بندیز په اړه له سره کتنه وکړي.

نور ولولئ | هیدر بار: افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی

نور ولولئ | رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

نور ولولئ | هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

نور ولولئ | سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو څخه د افغانو ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په اړه داسې مهال د بندیز لرې کولو غوښتنه کوي چې طالبانو په دې وروستیو د امربالمعروف وزرات په اډانه کې نوی قانون جوړ کړی چې له مخې یې په ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګول شوي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې دا هم یاده شوې چې طالبان دې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته پام وکړي او په دغه برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.

په ګډ انځور کې امیرخان متقي ته اجازه نه ورکول

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰مه غونډه چې د افریقا لوېدیځ کامرون کې جوړه شوې وه، د دغې غونډې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د رسمي ګډ انځور اخیستلو پر مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې متقي په ۱۴۰۰ کال کې هم په اسلام اباد کې په دې ناسته کې برخه اخیستې وه او هغه وخت یې هم د ګډ‌ انځور اخیستو اجازه تر لاسه نه کړه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button