نړیوال خبرونه

هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

تخنیکي او مسلکي زده کړې

هرات ولایت کې نږدې پنځه سوو ښځو او نجونو د خپل روښانه راتلونکي جوړولو په پار فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې ده. دوی د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، ګلدوزۍ او د لومړنیو روغتیایي مرستو زده‌کړې کوي

دا ښځې او نجونې

دا ښځې او نجونې وایي، کورناستي دوی ناهیله کړې وې او هڅه کوي چې له کوره بهر په کار کولو سره، خپلو کورنیو سره مرسته وکړي، د هرات اوسېدونکې بي‌بي ګل غني‌زاده وايي: «په راتلونکې کې غواړو هم له ځان، هم کورنۍ او هم ټولنې سره مرسته وکړو. د هرات ولایت یوه بله اوسېدونکې معصومه رضايي وايي: «کومې اسانتیاوې چې دلته رامنځ‌ته شوي، کولای شو په اسانۍ سره د خپل راتلونکې لپاره کار وکړو

نور یی ولوله | پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

نور یی ولوله | مجاهد : ډېر ژر به د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانستل شي

د دغو مېرمنو او نجونو له ډلې چې ډېری یې لوستې دي وايي، د کار نه‌شتون له امله کورناستي ته اړې شوې وې، خو اوس یې د دې پروګرام په پیلېدو سره بیاځلي هیلې را ژوندۍ شوې دي. د هرات اوسېدونکې زهرا محمدي وايي: «دلته کولای شو ښه هنر زده‌کړو او په راتلونکې کې یې نورو ته وښیو. د هرات اوسېدونکې صدف یوسفي وايي: «له کومې ورځې چې مې کار پیل کړی، ډېر بدلون راکې راغلی او انګېزه مې پیدا کړې

د ښځو او نجونو لپاره د حرفوي او فني زده‌کړې 

د ښځو او نجونو لپاره د حرفوي او فني زده‌کړو دغه شپږ میاشتنۍ دوره هرات کې د امریکایي موسسې مرسي کورپس له لوري پیل شوې ده چې له فراغت وروسته به دوی ته په خصوصي برخو کې د کار زمینه هم برابره کړي. د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس میرزا محمد وايي: «دلته شاوخوا ۵۰۰ کسان کار کوي چې له ډلې یې ۳۰۰ کسان ښځې او ۲۰۰ نارینه دي. په تېر یوه کال کې د اقتصادي بحران له امله، ډېری مېرمنو او نجونو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په کور ناستې دي. د دوی په وزګاره کېدو سره یې د کورنیو اقتصادي ستونزې هم څو برابره زیاتې شوې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button