د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ څلورمه یو ورځینۍ سیالي نن ترسره کېږي

د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبه د پنځهلوبیزې یو ورځینۍ لړۍ په څلورمه سیالۍ کې سره مخامخ شي
د افغانستان او ایرلنډ لوبه د ایرلنډ په کوربهتوب د بلفاسټ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي.
د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ افغانستان په لړۍ کې مخکې دی
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده. افغانستان په دویمه لوبه کې ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان په درېیمه لوبه کې هم ښه لوبه وکړه او ایرلنډ یې په درېیو ویکټو مات کړ. په دې سره افغان لوبډله د پنځهلوبیزې لړۍ په روانو سیالیو کې دوه بریاوې لري.
د درېیمې لوبې په بریا کې د افغان لوبغاړو توپوهنې او توپاچونې دواړو مهم رول ولوباوه. افغان لوبډلې د ایرلنډ ورکړل شوی هدف د اوو ویکټو په له لاسه ورکولو ترلاسه کړ.
د افغانستان لپاره مهمه څلورمه لوبه
افغانستان هڅه کوي چې د د افغانستان او ایرلنډ لوبه هم وګټي او په دې سره د لړۍ په پاتې سیالیو کې خپل برلاسی لا پیاوړی کړي.
د ایرلنډ لوبډله بیا په کورني میدان کې هڅه کوي خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړي او د لړۍ په وروستیو لوبو کې د بېرته راګرځېدو چانس وساتي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو دا لړۍ د افغانستان لپاره یوازې د بریاوو له پلوه مهمه نه ده، بلکې د راتلونکو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلې د چمتووالي ښه فرصت هم بلل کېږي.
افغانستان به په نننۍ لوبه کې پر خپلې توپوهنې، د منځني اورونو کنټرول او د راشد خان په ګډون د توپاچوونکو پر فعالیت تکیه وکړي.
د لړۍ له اوسني وضعیت سره سم، افغانستان دوه بریاوې لري، یوه لوبه بې پایلې شوې او ایرلنډ لا تر اوسه بریا نه ده ترلاسه کړې.



