لوبې خبرونه

د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ یو ورځینې لوبه د باران له امله ځنډېدلې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې په لوبه کې رحمان الله ګربز او مجیب ځدراڼ نشته

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له زیمبابوې سره د دریو یو ورځنیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه لري.

تر اوسه د لوبې پچه یا ټاس د باران له امله ځنډېدلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي دي، رحمن الله ګوربز او مجیب الرحمن له دغې لوبلړۍ بهر شوي دي. افغان کرېکټ بورډ وايي رحمن الله ګوربز د روغتیاي ستونزو له امله د زیمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی دی. دغه راز مجیب الرحمن ته هم اړوند ډاکټرانو سپارښتنه کړې چې تر بشپړې روغتیا او ډاډ د یو ورځنیو لوبو پر مهال استراحت وکړي. د ګوربز پر ځای محمد اسحاق ته په لوبډله کې ځای ورکول شوی دی.

د روزنې مسئولیت له چا سره دی؟

د دغو سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې د روزنې مسولیت خپله افغان روزونکي حمید حسن او نورز منګل پر غاړه لري.

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې پنځلس یو ورځنۍ سیالۍ کړي چې له هغې ډلې یې یولس ګټلې دي. افغانستان په خپل کوربتوب له ایرلنډ، سوېلي افریقا او بنګله دېشه د یو ورځنیو سیالیو د پرله پسې جامونو ګټلو ویاړ لري. خو زیمبابوې په روان کال کې کومه لوبلړۍ نه ده ګټلې.

نور ولولئ: د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

نور ولولئ:  افغانستان کرېکټ نړیوال ستوری راشد خان یو ځل بیا د ښو بالرانو د جدول په سر کې

له زیمبابوې سره د یو ورځنیو لوبلړۍ مخکې افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه- یو ګټلې وه.

د زېمبابوې په کوربتوب له زېمابوې سره د افغان لوبډلې سیالۍ د دېسمبرپه ۱۱پېل شوي او د جنورۍ تر شپږمې نېټې دوام کوي.

په ۲۰ اوریز لوبلړۍ کې د زېمبابوې ماتول

افغان ملي لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اګست میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کړي، دوهمه لوبه به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.

افغان لوبډلې د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې وکولی شول چې خپله سیاله لوبډله په لوی توپیر ماته کړي

زېمبابوې چې د نړۍ په کچه په کرېکټ کې پیاوړې لوبډله لري، له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لوبلړۍ لري.

خو افغان لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې دغه لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغانستان په دويمه شل اوريزه لوبه کې زېمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغو سياليو لومړنۍ لوبه زېمبابوې په څلورو وېکټو ګټلې وه.

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سيالۍ د زېمبابوې په کوربتوب په هرارې کې ترسره کېږي.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه چې زېمبابوې ونتوانېده پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره درويش رسولي د پنځوسيزې په بشپړولو سره تر ټولو ډېرې (۵۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي ۲۸، ګلبدين نايب ۲۶ او صديق الله اتل ۱۸ منډې جوړې کړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button