نړیوال خبرونه

د افغانستان حکومت د ساختار او بڼې په اړه د ایران دریځ

د ټول شموله حکومت جوړول

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو په اړه د غوښتنو په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې سره په مجازي لیدنه کې افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت جوړېدو ټینګار کړی. د ښاغلي عبداللهیان په وینا، د ټولو قومونو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د تامین لپاره غوره لار ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل:«په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د ټولو قومونو په ګډون د ټول ګډونه حکومت جوړېدل یو له اړینو لارو چارو دي. اخوا د اسلامي امارت ویاند وايي اوسنی حکومت ټول ګډونه دی او د ټولو قومونو استازي په کې ګډون لري. نوموړی له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي

همه شموله حکومت

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په سیاسي برخه کې چې کوم تغییرات راغلي د کابینې په سطحه باندې هم د ټولو اقوامو نماینده ګان په کې حضور لري پښتون په کې دی، تاجک په کې دی، ازبیک په کې دی، ترکمن په کې دی، نورستانی په کې دی، بلوڅ په کې دی دا ټول موږ په خپله کابینه کې لرو، نو که د شمولیت مانا دا شی وي نو دا شته او که چېرې دا وي چې هغه سیاسي ګوندونه چې افغانستان کې شل کاله ښه تجربه نه ده ترې حاصله شوې خلک ښه خاطره نه ترې لري، نو د هغو مطرح کول په نظام کې دا خو بیا نظام ته توان لري.

نور یی ولوله | د قلم لار بنسټ: د نجونو ښووڼخي باید ژر تر ژره پرانیستل شي

نور یی ولوله | اسلامي امارت ته د شانګهای همکاریو سازمان غونډې کې بلنه نه ده ورکړل شوې

د ټول ګډونه حکومت جوړېدو په تړاو د هېواد سیاستوال له اسلامي امارته غواړي، چې ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي او د ټولو قومونو استازو ته په کې ځای ورکړي. د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«دلته شک نشته ده، چې حکومت افغان شموله نه دی، ټول قومونه په کې ګډون نه لري دغه پرېکړه باید خپله اسلامي امارت وکړي، ځکه نه دا چې نور هېوادونه فرمایش راکړي چې تاسو باید څه ډول حکومت ولرئ.

د افغانستان د حکومت ساختار 

په داسې حال کې ایران په افغانستان کې د ټول ګدونه حکومت جوړېدو غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې پاکستان، چین او ځینو نورو هېوادونو افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت ټینګار کړی او له اسلامي امارته يې غوښتي، چې داسې حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو قومونو استازي په کې ولیدل شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button