تجارت خبرونه

د افغانستان د کانونو غیر قانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود په دوه لکه ډالر پلورلي

طالبانو خبر ورکړی چې د پنجشیر ۷۰۰۰ قیراطه زمرود یې په څه باندې ۲لکه ډالر پلورلي دي

هاخوا کارپوهان د افغانستان د کانونو استخراج ناقانونه بولي او تر څنګ یې اوسنۍ کیندنې هم غیر مسلکي بولي.

د طالبانو کانونو وزارت په څوارلسم پړاو کې د پنجشېر شپږ زره او ۸۸۷ قیراطه زمرود په دوه لکه او ۱۷ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي.

د دغه وزارت په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۴۷ زره قیراطه زمرود پلورلي چې له درې‌نیم ميليونو زیات امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

د زمرود په استخراج کې د ۱۰۰۰۰ کسانو مصروفېدل

د طالبانو کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ د (کب اتمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په څوارلسو پړاونو کې یې ۴۷ زره او ۴۷۵ قيراطه زمرود په درې میلیونه او پنځه لکه او ۳۳ زره امریکايي ډالرو پلورلي دي.

دغه وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو استخراج لږ تر لږه لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

emerald۱
یو چینايي جیولوجیست چې د پنجشیر زمرود ګوري

دغه وزارت ادعا کړې چې د پنجشیر په ټولو پلورل شویو زمردو کې د طالبانو د ادارې ونډه یوازې ۱۰٪ سلنه وه.

په ورته وخت کې کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د کانونو کیندنې ناقانونه دي او کومې کیندنې چې کېږي، هغه هم په غیر مسلکي بڼه دي.

نور ولولئ:  طالبانو له یوه قطري پانګه‌وال سره د جبل السراج فابریکې په اړه تړون لاسلیک کړ

نور ولولئ: د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

نور ولولئ: د کانونو غیرقانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود پلورلي

دوی زیاتوي چې دغه کېندنو کې اکثره قیمتي اجناس ضایع کېږي چې د میلیونونو ډالرو په اندازه زیان یې ملت او راتلونکو نسلونو ته رسېږي.

f6eu71va0aaqa5m
د افغانستان د کانونو غیر قانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود په دوه لکه ډالر پلورلي

دوی پر طالبانو غږ کوي چې د کانونو کېدنې باید د مسلکي کسانو لخوا ترسره او ددې لپاره په نړیوالو نورمونو برابر شفاف میکانیزم رامنځته کړي.

په پنجشیر کې د زمرود د استخراج دوام

د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه او تر دې دمه یې په زرګونو قیراطه زمرود له کانونه را ایستلي او پر افغان سوداګرو یې پلورلي دي.

د دغې ډلې د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۷۵۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي او دا مهال ۵۰۰ کانونه فعال دي.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

f5 asffbuaax9lv
د افغانستان د کانونو غیر قانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود په دوه لکه ډالر پلورلي

د طالبانو کانونو وزارت په دیارلسم پړاو کې د پنجشېر دوه زره او ۸۶۸ قیراطه زمرود په دوه لکه او ۹۶ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي وو.

تر دې وړاندې د طالبانو کانونو وزارت د سلواغې ۱۱مه خبر ورکړی و چې په ديارلسو پړاونو کې یې ۴۰ زره او ۵۸۸ قيراطه زمرود په درې میلیونه او ۳۱۵ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي دي.

د طالبانو رژیم سره له دې چې له امریکا او نورو هېوادونو هم فنډ تر لاسه کوي، خو بیا یې په افغانستان کې د کانونو استخراج ته مخه کړي او په هره برخه کې کیندنې کوي. دوی هڅه کوي چې د مالیې، کانونو او نورو داخلي منابعو څخه په زیاته اندازه عاید ترلاسه کړي، خو د شفافیت په اړه یې ملت اندېښمن دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button