نړیوال خبرونه

د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله د ناروې د استازي لیدلوری

که د افغانستان منجمد شوي پیسې خلاصې شي د افغانستان اقتصاد به وده وکړي

په دوحه کې د ناروې استازی وايي که چېرې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې شي د افغانستان اقتصاد به وده وکړي. د ناروې استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادېدل د بانکي سکتور د ودې لپاره ډېر مهم وباله.

طالبان واقعاً خپلې ملي او نړیوالې تګلارې ته بدلون ورکوي

د سیاسي چارو شنوونکی میثم کاظمي څرګندوي:«لومړی دلیل ریښتیا ازمویښت دی چې ایا طالبانو واقعاً په خپل ملي او نړۍوالو سیاستونو کې بدلون ښيي که نه؟ بل دلیل دا دی چې له طالبانو سره د تعامل په هکله د امریکایانو د حکمونو پر بنسټ او حتا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په پار دوی غواړي له ځانه یو حرکت وښيي.»

له دې سره هم مهاله د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دوحه کې د جاپان او ناروې په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په کتنه کې د افغانستان په بیارغونه کې د نړۍ پر ونډې اخیستو ټینګار وکړ.

نور یی ولوله| ملا هبت الله اخوند: مونږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو

نور یی ولوله| متحده عربي امارات په هر سخت وخت کې افغان ولس سره ملګری دی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«متقي صاحب وویل، ټوله نړۍ مسوولیت لري چې، د افغانستان په ابادۍ کې له نوي حکومت سره همکاري وکړي؛ څو ورسره د څلورو لسیزو د جګړو ویجاړۍ بېرته ابادې شي.د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې، هېواد به یې له افغانستان سره د کرنې، پراختیايي پروژو او ښوونې او روزنې لپاره د ۱۴ مېلیونه ډالرو مرسته وکړي.

پخوانی ډپيلوماټ عزیزمعارج وویل:«په هغه صورت کې خپله ګټه لري چې افغان لوری طالبان یوه پیاوړې اجنډا ولري.» له څلورو ورځو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل مل پلاوي سره په دوحه کې دی او لا تر اوسه یې د څه باندې لسو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button