Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د افغانستان راتلونکي په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزیر اندېښنې

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، تر اوسه په افغانستان کې هېڅ روښانه راتلونکی نه‌شته. د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملګر ملتونو د ۷۷یمې غونډې په څنډه کې دوحه نیوز ته ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د پرمختګ لپاره د سرپرست حکومت د چارواکو لپاره یو پلان او یو لړ شرایط مشخص کړي.

د قطر خارجه وزیر

هغه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین او همداراز د ترهګریزیو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو له امله اندېښنه ښودلې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي: «تر اوسه د افغانستان لپاره هېڅ روښانه لار نه‌شته. نړۍوالې ټولنې ته زموږ مشوره دا ده چې د مخته تګ لپاره یوې طرحې ته اړتیا ده او دا چې اوسنیو چارواکو لپاره شرایط څه دي او موږ یې د نړۍوالې ټولنې په توګه څنګه تنظیمولی شو، خو د لارې نقشې د نشتوالي له امله زه فکر کوم چې، په افغانستان کې به وضعیت اندېښمنوونکی پاتې شي. موږ ګورو چې، بشري او اقتصادی بحران مخ په پراخېدو دی

نور یی ولوله | د چین په اړه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه

نور یی ولوله | د جرمني لومړی وزیر: د افغان ښځو او نجونو لپاره باید کار وکړو

له دې سره سم، د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې، د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په څنډه کې یې د پاکستان، قطر، ترکیې او ازبېکستان له چارواکو سره لیده کاته کړي دي. د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «د دغو هېوادونو چارواکو موافقه کړې چې له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو د عادي کېدو لپاره د ټول‌ګډونه حکومت‌والۍ، د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو رعایتېدل او همداراز هغوی ته د زده‌کړو او کار د زمینې برابرېدل ډېر مهم دي.

د افغانستان راتلونکی 

د چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه او لوېدیځوال په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایتېدو په تړاو پر اسلامي امارت خپلو فشارونو ته دوام ورکوي. د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید سنگدل وايي: «د اسلام له سپېڅلي دين او ځينو نورو ارزښتونو سره سم د بشري حقونو، د ښځو د حقونو رعايت چې يو دولت د خپلو اتباعو پر وړاندې مکلفيت لري، که دا کړنې ترسره شي، زه فکر کوم چې خلک به طالبانو ته نور هم نږدې شي او یو ملي مشروعیت به پیدا کړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب وايي: «په لوېدیځ کې د بشري حقونو بنسټونه ډېر فعال دي او تل پر خپلو هېوادونو فشار راوړي، څو په افغانستان کې د بشري حقونو نړیوال ارزښتونه پلي شي. تر دې مخکې د اسلامي امارت مسوولینو د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار د زمینې برابرولو په تړاو د نړۍوالو غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې بللې وې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button