Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د افغانستان سره بشري مرستو لپاره نوي جوازلیکونه د امریکا ماليي وزارت صادر کړل

د امریکا د مالیې (خزانې) وزارت د بهرنیو شتمنو ریاست اعلان کړی دی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره یې درې نور جوازلیکونه هم صادر کړي دي د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، د دې لایسنسونو ترڅنګ یې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره اړینې لارښونې هم خپرې کړې دي

په اعلامیه کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال والي اډېیامو له قوله راغلي: “له بده مرغه د افغانستان اقتصاد له سختو ننګونو سره مخ دی.‌ لامل یې پر بهرنیو مرستو تکیه،‌ د طالبانو له راتګ وروسته د خصوصي سکتور بندېدل او د مرستو کمېدل،‌ وچکالي او د کورونا وبا دي

نوموړي ویلي، د امریکا مالیې وزارت خیریه ټولنو،‌ نړیوالو ادارو او د امریکا حکومت ته پراخه اجازه ورکړې ده چې اړمنو کسانو سره مرستې وکړي د دې نویو جوازلیکونو له مخې د امریکا حکومت ته اجازه ورکړل شوې ده چې داسې مالي راکړې ورکړې یا فعالیت وکړي چې طالبان یا حقاني شبکه پکې ښکېله وي اعلامیه کې راغلي چې د دې کار لپاره ځینې شرطونه باید پر ځای شي، خو وضاحت نه دی شوی چې دا شرطونه څه دي

نور یی ولوله | طالبانو د پیسو ازادولو په اړه بایډن ته د کانګرس غړو د لیک هر کلی کړی

همدا راز نړیوالو مرستندویه اداره ته هم اجازه ورکړل شوې چې د مرستو رسولو لپاره، او د خاصو شرطونو په پوره کولو،‌ له طالبانو یا حقاني شبکې سره مالي‌ معامله یا فعالیت کولی شي د امریکا مالیې وزارت وایي،‌ غیر دولتي‌ ادارې کولی شي چې د لومړنیو بشري‌ مرستو رسولو،‌ د قانوي برلاسۍ ملاتړ،‌ د حکومتي احتساب او روڼوالي،‌ بشري حقونو،‌ مالوماتو ته د لاسرسي، د مدني ټولنې ملاتړ،‌ معارف،‌ د افغان ولس د خیر ښېګڼې لپاره د پراختیایي پروژو او د چاپېریال ساتنې برخو کې له طالبانو او حقاني‌ شبکې سره مالي‌ معامله کولی شي

د امریکا حکومت وایي، دا نوي جوازلیکونه یا لایسنسونه د دې اجازه نه ورکوي‌ چې طالبانو یا حقاني شبکې ته مخامخ پیسې ورکړل شي، خو د وارداتي مالیې، له طالبانو د جوازلیکونو اخیستو فیس او یا د مرستو رسولو چاره کې ښکېلو کسانو ته د معاش ورکولو اجازه ورکړل شوې امریکایي چارواکي وایي، د دې جوازلیکونو صادرولو سره به د هغه قرارداد پلي کولو کې هم مرسته وشي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د مرستیو رسولو لپاره د چارشنبې پر ورځ تصویب کړ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button