د افغانستان فوټبال ښځینه ملی لوبډلی پرتګال کی پنا واخستله
افغانستان –
د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځیني لوبغاړې چې پر افغانستان کی د طالبانو له واکمنېدو نه وروسته له هېواده څخه ووتل او د پرتګال په لیسبون کې تمرینونو پیل کړي دي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغه ښځینه لوبغاړې له خپلو کورنیو سره په پرتګال کې پناه اخیستی ده
او اوس مهال د فوټبال د نړیوال ستوري کریستیانو رونالډو په هېواد کې فوټبال لوبه کوي. د ښځینه فوټبال لوبغاړو له ډلې یوې د فرانسې خبري آزانس ته ویلي: باور مې نه راځي چی زه ډېره خوشحاله یم چې بیا هم کولای شم فوټبال وکړم په پرتګال کې ځکه چې کریستیانو رونالډو هم د همدې څخه هېواد دی د رمزې په نامه د فوټبال بلې لوبغاړې هم ویلي امید لرم چې له کریستیانو رونالډو سره د لیدلو هیله یې می پوره شي.
دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي
د پرتګال حکومت وايي د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې یې د امریکا په همکاریۍ له افغانستان نه ایستلي دي.او دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ځیني نورو ښځینه لوبغاړو د بریتانیا سکای تلویزون سره په خبرو کې ویلي وو چې پاکستان ته تلی ووهلته یی او د بریتانیا له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې زرتر زره ورته پناه ورکړي
له دې ډلې نه یوې چې ۱۸ کاله عمر لرونکی ویلي وو هغه او د فوټبال نورې لوبغاړې غواړي چې بیا هم فوټبال وکړي خو په وینا یې طالبانو له ورزش څخه منع کړي دی .
تېره میاشت د فوټبال ښځینه لوبډلې کپتانې خالده پوپل خبري رسنیو ته ویلي وو چې شاو خوا ۴۰۰۰ ښځې او نجونې د فوټبال له فیدراسیون سره په بېلا بېلو برخو کې ثبت شوې وې.