اقتصاد او سوداګري

د افغانستان قیمتي ډبرې د ایران په بازارونو کې په ارزانه بیه پلورل کېږي

دغه قیمتي ډبرې ایران ته په قاچاقي لارو وړل کېږي او هلته بیا په ارزانه بیه پلورل کېږي

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، له افغانستانه اېستل شوې قیمتي ډبرې له قاچاقي لارو ایران ته واردېږي او د ایران په بازارونو کې پلورل کېږي.

قدیر قیافه، ایلنا خبري اژانس ته وویل، «د دغو ډبرو استخراج د ایران او افغانستان ترمنځ د همکارۍ نښه کېدای شي.»

د ایلنا خبري اژانس د راپور له مخې قدیر قیافه د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) د افغانستان په کانونو کې د ایران پر پانګونې ټینګار کړی دی.

د افغانستان بازارونو ته د ایران هڅه

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، په افغانستان کې پانګونه د ایراني پانګوالو لپاره ګټوره تمامېدای شي.

ورته مهال نوموړي ویلي؛ د ایران د کانونو څو لویو شرکتونو د افغانستان کانونو ته د ننوتلو په موخه یوه تګلاره جوړه کړي او د ایران د فولادو یوه لویه کمپنۍ هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو لپاره جدي تصمیم نیسي.

نور ولولئ:  د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

نور ولولئ: شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د قدیر قیافه د څرګندونو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان تر منځ د کانونو پر موضوع باندې خبرې اترې او په تګ راتګ تمرکز شوی دی.

په افغانستان کې بانکي ستونزې

خو د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي چې په دې هېواد کې داسې بانک نشته چې له پولې هاخوا له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د ایران سره د پروژو مالي ملاتړ وکړي او په ایران کې د کانونو د سوداګرۍ د خاوندانو ملاتړ وکړي.

د خراسان ولایت د اقتصادي چارو د همغږي کوونکي مرستیال حسن نوريزاده هم د غوايي په ۱۹مه وویل چې ټول کانونه په افغانستان کې موجوددي او دا د ایران لپاره یو ښه فرصت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د خراسان د والي اقتصادي مرستیال ابوالفضل چمندي رضوي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کانونو د سپړلو لپاره دې یو ګډ شرکت جوړ کړي.

پر دې سربېره، ځینې کارپوهان وايي چې د افغانستان د کانونو کېدنه په نامسلکي ډول روانه ده. دوی زیاتوي چې که دغه حالت دوام وکړي نو څو کاله وروسته به د افغانستان کانونه په ډېره کمه بیه تللي وي او دغه هېواد به له زیربنا او معادنو خلاص وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button