نړیوال خبرونه

د افغانستان لپاره ۴ نيم ميليارده ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ښاغلۍ مارټېن ګرېفېت ویلي، راتلونکی کال به افغانستان سره د ۴ نیم میلیارده ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه کوي نوموړي دا خبرې پنجشنبه په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډې ته کړې دي ښاغلي ګرېفېت یادې غونډې ته وویل، دا به د ملګرو ملتونو لخوا له یو هېواد سره د بشري کمکونو لپاره د تر ټولې لویې مرستې غوښتنه وي، او افغانستان له خلکو سره به د اړینو کمکونو لپاره کارول کېږي

ښاغلي زیاته کړه چې پکار ده چې په افغانستان کې نه یوازې عام کسان او بانکونه نغدو پیسو ته لاسرسی ولري، بلکې د نړیوالو مرستندویه ادارو د چارو لپاره هم دا سهولت ډیر مهم دی د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال خپرو خبرو کې وویل، که دا مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ونه رسېږي نو وېره شته چې د دې هېواد اقتصاد سقوط وکړي ملګرو ملتونو همدا رنګه زیاته کړه چې د راتلونکي کال تر نیمایي ښایي په دي هیواد کې د وګړي سر عواید دېرش سلنه کم شي او د بېکارۍ کچه ښایي ۲۹ سلنو ته ورسېږي

نور یی ولوله | روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

اسلام اباد کې د افغانستان د وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دې فوق العاده غونډه کې د ملګرو ملتونو، نړیوالو مالي ادارو، د امریکا، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې، المان، جاپان او د اروپایي ټولنې استازو شتون درلوده په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازو ته هم دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پنجشنبه یادې ناستې ته وینا هم وکړهنوموړي وویل، له لسیزو وروسته افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی او نړیوالو ته یې ډاډ ورکړ چې په ډاډه زړه کولی شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

دې ناستې ته همدا رنګه د پاکستان لومړي وزیر ښاغلۍ عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ویناوې وکړې ګڼو مشرانو په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چې افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی او نړیواله ټولنه یې د مخنیوي لپاره د سیاست پر ځای له طالبانو سره تعامل وکړي

ښاغلۍ ګرېفېت زیاته کړه چې افغانستان سره باید ۴ نیم میلیارده مرسته وشي ځکه افغانستان د بیوځلو خلکو شمیر ورځ پر ورځ 

زیاتیږي او که دا مرستې له افغانستان سره ونه شې ویره شته چې د دی هیواد اقتصاد سقوط  وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button