افغانستان

د افغانستان ملي بیرغ؛ د زمري ۷مه د همدغه ویاړلي بیرغ ورځ ده

د افغانستان ملي بیرغ د هېواد د تاریخ، خپلواکۍ او ملي هویت له مهمو سمبولونو څخه ګڼل کېږي. دا بیرغ د تېرو څه باندې سلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د سیاسي بدلونونو، حکومتونو او نظامونو له امله څو ځله بدل شوی او هر نظام پکې خپل ځانګړی نښان او ډیزاین ځای پر ځای کړی دی.

سره له دې بدلونونو، د افغانستان درې رنګه بیرغ (تور، سور او زرغون) د هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو پېژندل شوی ملي بیرغ بلل کېږي.

د افغانستان ملي بیرغ تاریخي مخینه

د تاریخپوهانو په وینا، په افغانستان کې د بیرغ کارولو دود لرغونی تاریخ لري او ویل کېږي چې د لرغونو افغان واکمنیو له وخته د واکمنۍ او ملي هویت د سمبول په توګه کارول کېده.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی او تاریخپوه استاد حبیب الله رفیع وایي، د عصري افغانستان ملي بیرغ درې رنګه بڼه د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوه، څو د افغانانو د ازادۍ مبارزه، قربانۍ او راتلونکې پرمختیا پکې منعکسه شي.

د هغه په وینا:

تور رنګ د پخوانۍ غلامۍ او سختو دورو استازیتوب کوي.

سور رنګ د خپلواکۍ لپاره د افغانانو قربانۍ او مبارزې څرګندوي.

زرغون رنګ د ازادۍ وروسته د هېواد د پرمختګ، هوساینې او ابادۍ نښه ده.

د امان الله خان په دوره کې د افغانستان ملي بیرغ

د ۱۳۰۷ لمریز کال په لویه جرګه کې د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې درې رنګه د افغانستان ملي بیرغ تصویب شو.

په هغه وخت کې د بیرغ په منځ کې د غنمو وږي، غرونه، د لمر وړانګې او اسلامي نښې ځای پر ځای شوې وې، چې د هېواد ملي او مذهبي هویت یې څرګنداوه.

د بېلابېلو حکومتونو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ بدلونونه

د ۱۹۲۹ کال پر مهال، د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ په لنډه دوره کې بیرغ بدلون وموند، خو وروسته بیا درې رنګه بڼه بېرته وکارول شوه.

د نادر شاه او وروسته د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال درې رنګه بیرغ وساتل شو، خو د ملي نښان په ډیزاین کې ځینې بدلونونه راغلل.

د ۱۳۵۷ کال له ثور کودتا وروسته، د کمونیستي حکومت له واک ته رسېدو سره درې رنګه بیرغ پر بشپړ سور بیرغ بدل شو او د «خلق» ګوندي نښان پرې ځای پر ځای شو.

وروسته د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال هم دولتي او ګوندي بیرغونه جلا وو؛ دولتي بیرغ بېرته درې رنګه شو، خو په ملي نښان کې د کارګرو او صنعتي وسایلو سمبولونه زیات شول.

د مجاهدینو، طالبانو او ۲۰۰۱ وروسته د افغانستان ملي بیرغ

په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو حکومت د تور، سپین او زرغون رنګه بیرغ کارول پیل کړل.

په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال سپین بیرغ د اسلامي کلمې له لیکنې سره رسمي شو.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، د حامد کرزي د لنډمهالي حکومت او د ۱۳۸۲ لمریز کال د اساسي قانون له تصویب سره، درې رنګه د افغانستان ملي بیرغ یو ځل بیا رسمي ملي بیرغ وټاکل شو.

په اساسي قانون کې راغلي چې بیرغ له درې مساوي عمودي رنګونو (تور، سور او زرغون) جوړ دی او په منځ کې یې د افغانستان ملي نښان ځای لري.

د افغانستان ملي بیرغ ملي ارزښت

د اساسي قانون د لویې جرګې غړې شکریه بارکزۍ ویلي، د درې رنګه د افغانستان ملي بیرغ د ټاکلو پر مهال د بېلابېلو سیاسي ډلو او استازو ترمنځ پراخه اجماع موجوده وه او د بیرغ د رنګونو او ملي نښان په اړه کوم جدي اختلاف رامنځته نه شو.

کارپوهان باور لري چې ملي بیرغ یوازې د یوه دولت نښه نه ده، بلکې د یوه ملت د تاریخ، هویت، خپلواکۍ او ګډو ارزښتونو استازیتوب کوي.

د افغانستان ملي بیرغ ولې څو ځله بدل شوی؟

په افغانستان کې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د حکومتونو، سیاسي نظامونو او ایډیالوژیو د بدلون له امله ملي بیرغ هم څو ځله بدل شوی دی. هر نوي نظام هڅه کړې چې خپل سیاسي او فکري هویت په بیرغ کې څرګند کړي، خو درې رنګه د افغانستان ملي بیرغ د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو ډېر پېژندل شوی او اوږدمهاله رسمي بیرغ پاتې شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button