هنر او ادب

د افغانستان ملي موزیم؛ د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو ستره خزانه

د افغانستان ملي موزیم د هېواد د زرګونو کلونو تاریخ او تمدن نښه ده. په دغه راپور کې د دې موزیم تاریخچه، د جګړو پر مهال د اثارو لوټ کېدل او د بېرته رغولو هڅې ولولئ.

د افغانستان ملي موزیم د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د خزانې یوه بډایه ټولګه ده. دغه موزیم چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی، د هېواد د تېر تاریخ دبدبه او عظمت انځوروي. په وروستیو کلونو کې، د مسوولینو په هڅو د افغانستان ملي موزیم ځینې تاریخي اثار چې زیانمن شوي وو، بیا رغول شوي دي.

Afghan 6

د افغانستان ملي موزیم تاریخچه

د افغانستان ملي موزیم په لومړي ځل په ۱۹۱۹ کال کې د غازي امان الله خان په لارښوونه تاسیس شو. په پیل کې، دغه موزیم په باغ بالا کې موقعیت درلود، چیرته چې محدود تاریخي اثار، مقدس کتابونه او په لاس ګنډل شوې جامې نندارې ته ایښودل شوې وې.

په ۱۹۲۵ کال کې، د افغانستان ملي موزیم د کابل ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ته انتقال شو، خو په ۱۹۳۱ کال کې یې ودانۍ بدله شوه او دارالامان ماڼۍ ته مخامخ سیمې ته ولېږدول شو. که څه هم په لومړیو کې ورته د “کابل موزیم” ویل کېدل، خو وروسته په رسمي ډول د د افغانستان ملي موزیم په نوم ونومول شو.

Afghan 7

تر کورنیو جګړو وړاندې د موزیم حالت

د مجاهدینو له کورنۍ جګړې وړاندې، د افغانستان ملي موزیم په سیمه کې یو له خورا بډایه موزیمونو څخه شمېرل کېده. تر ۱۹۹۲ کال پورې په دغه موزیم کې نږدې ۱۰۰۰۰۰ (سل زره) لرغوني اثار او ۳۵۰۰۰ تاریخي سکې ساتل کېدې. دغه اثار د هېواد له مهمو لرغونو سیمو لکه: بګرام، کاپیسا، هډې، منډیګک، آی‌خانم، بامیان او باختر څخه راټول شوي وو.

دا هم ولولئ:  اتڼ د امریکا د ویسکانسن پوهنتون په نصاب کې شامل شو

د یادولو وړ ده چې د د افغانستان ملي موزیم یوه مهمه ځانګړنه دا وه، چې ټول نندارې ته وړاندې شوي اثار په خپله د افغانستان له خاورې څخه کشف شوي وو او د هېواد د بېلابېلو دورو استازیتوب یې کاوه.

Afghan 8

د جګړې کلونه او د اثارو لوټ کېدل

له بده مرغه د کورنیو جګړو په پایله کې، د افغانستان ملي موزیم ته سخت زیان ورسېد او د دې موزیم نږدې ۷۰ سلنه تاریخي اثار غلا شول. دغه خزانې د پاکستان له لارې اروپایي هېوادونو ته قاچاق شوې او په نړیوالو بازارونو کې وپلورل شوې. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم ځینې اثار د مذهبي لیدلوري له امله زیانمن یا له منځه یوړل شول.

د اثارو بېرته راستنېدل او اوسنی وضعیت

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، د نړیوالو سازمانونو په مرسته یو شمېر هغه اثار چې بهر ته قاچاق شوي وو، بېرته د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شول. سره له دې، د موزیم مسوولین وايي چې لا هم د دې موزیم ډېر مهم اثار په نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه په پاکستان کې د ځینو پخوانیو چارواکو په کورونو کې ساتل کېږي.

د افغانستان ملي موزیم نن ورځ هم د هېواد د هویت او کلتور د ساتنې مرکز دی او هڅه کېږي چې د پاتې اثارو په ساتنه او د نویو کشف شویو توکو په اضافه کولو سره، د دې موزیم پخوانی بډایتوب بېرته را ژوندی شي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button