هنر او ادب

صدف کنول: ښځه د ښځې دښمنه ده

د پاکستان مشهورې اداکارې او موډلې صدف کنول ومنله چې ښځه د ښځې دښمنه ده. هغې دا خبرې د پاکستان یوع ټلویزون سره په یوه خپرونه کې وکړې.

د خپرونې کوربه له صدف کنول څخه وپوښتل چې ایا له هغه مشهور متل یا خبرې سره موافقه ده، چې وايي ښځه د ښځې دښمنه ده؟ چې صدف کنول ورته په ځواب کې وویل، هو، بالکل دا خبره سمه ده.

هغه زیاته کړه چې دا متل د فیشن صنعت کې هم پلي کیږي ځکه چې هلته ډیری ښځې شتون لري.

صدف کنول دغه راز دا هم وایي، ډېرې لږې د رواني تکلیف لرونکې ښځې داسې دي چې د خپل میړه ګرځنده موبایل ګوري او څارنه یې کوي.

نور یی ولوله | راشد خان د کراچۍ څخه مننه وکړه

په دې اړه یو بل پاکستاني اداکار شهروز زیاته کړه، زه فکر کوم چې میړه او ښځه دواړه د یو بل موبایلونه ګوري، خو څومره چې دوی یو پر بل شک کوي، په هماغه اندازه یې د موبایل چک کولو احتمال ډیرېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button