هنر او ادب

د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

د افغانستان ملي موزیم د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د خزانې یوه ټولګه ده

دغه موزیم په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی.

د افغانستان د ملي موزیم ځینې تاریخي اثار بیا رغول شوي دي.

afghan (5)
په کابل کې د ملي موزیم ماڼۍ

د افغانستان ملي موزیم تاریخچه

د افغانستان ملي موزیم په لومړي ځل په ۱۹۱۹ کال کې د غازي امان الله له خوا تاسیس شو. په لومړي سر کې ملي موزيم په باغ بلا کې موقعيت درلود او هلته محدود تاريخي اثار چې پکې مقدس کتابونه او د خامک ګنډل شوې جامې هم نندارې ته کېښودل شوې وې.

په ۱۹۲۵ کال کې د افغانستان ملي موزیم ولسمشرۍ ماڼۍ ته انتقال شو. مګر په ۱۹۳۱ کې، ملي موزیم هغه ودانۍ ته ولېږدول شو چې د دارالامان ماڼۍ مخې ته موقعیت لري.

afghan (7)
د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

دغه موزيم په لومړي سر کې د کابل موزيم په نوم يادېده، خو وروسته په رسمي ډول د ملي موزيم په نوم ونومول شو.

د جاهدینو له کورنۍ جګړې مخکې په ملي موزیم کې سل زره تاریخي اثار موجود وو، خو د دغو جګړو په پایله کې یې ۷۰ سلنه غلا شول.

نور ولولئ: ‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟

نور ولولئ: د چین سفیر: د مس عینک کان استخراج کې به تاریخي عابدات زیان نه ویني

afghan (6)
په ملي موزیم کې هغه لومړنی موټر چې د وخت پاچا شاه غازي امان الله خان به په کې ګرځېده

له کورنۍ جګړې وړاندې د ملي موزیم حالت

تر کورنیو جګړو وړاندې د افغانستان ملي موزیم په سیمه کې یو له بډایه موزیمونو څخه و. تر ۱۹۹۲ کال، په دې موزیم کې د هیواد نږدې ۱۰۰۰۰۰ لرغوني اثار او د ۳۵۰۰۰ سکې موجودې او دغه ټولګه ساتل کېده او د افغانستان یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه راټول شوي وو.

په دې ټولګه کې بېلابېلې سیمې او مختلفې دورې شاملې وې چې د سرخکتال، آقان، بګرام، کاپیسا، هډې، منډیګک، تالاتپې، شورتوغۍ، فندستان، بامیان، باختر سیمه، شوترک، پتاوه، دیلبرجنتیپې، تېپې‌فول، تېپې‌خزانه، تپې‌منجان سیمې شاملې دي.

دارنګه په زرګونو او لسګونو نورې سیمې، چې مختلفې دورې یې پوښلې، لرغونتوب یې له تاریخي دورې مخکې او بیا تر شلمې پیړۍ رسېده. د افغانستان د ملي موزیم یوه مهمه ځانګړنه دا وه، چې په کې نندارې ته وړاندې شوي ټول اثار پخپله د هېواد دننه کشف شوي دي.

afghan (8)
د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

د جګړې په کلونو کې یې د خزانې ډېره برخه لوټ او د پاکستان له لارې اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شوه او په بازارونو کې د لیلام په بڼه وپلورل شوه. د دې موزیم د اثارو یوه برخه طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال غیر اسلامي ګڼله او له منځه یوړل.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان یو شمېر لرغوني اثار چې د جګړو پر مهال لوټ شوي او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي، بېرته ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

خو د موزيم د مسوولينو په وينا، د ملي موزيم ډېر اثار اوس هم په نورو هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د نصيرالله بابر په کور کې ساتل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button