د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلی بنګله دېش ته په ټسټ میچ کې ماتې ورکړه
افغانستان –
د افغانستان دنولس کلنو ملي لوبډلی بنګله دېش ته ټېسټ لوبه کې له ماتې ورکولو وروسته هېواد ته راغلل او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د مشری له طرفه ورته ستاینغونډه ترسره شوه، چې د غونډې په مهال کې د دغې ادارې عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي له لوری لوبډلې سره د ډالۍ په څیر د یو میلیون افغانیو د ورکړې وعده وشوه.
په یاد پروګرام کې چې د افغانستان کرکټ بورډ ښاغلي عزیزالله فضلی عمومي رییس او ښاغلي نصیب خان سرپرست اجرایوي رییس ترڅنګ د کرکټ بورډ د نورو څانګو مسؤلینو ګډون هم درلوده ، د مشرتابه له طرفه د نولس کلنې لوبډلې ته ښه راغلاست ویلو سره د دوی د وروستیو بریاوو عزت وشو . د افغانستان کرکټ بورډ ښاغلي عزیزالله فضلي عمومي رییس خپلو خبرو کې وویل چی دغې لوبډلې ته د ډالۍ په توګه د یو میلیون افغانیو د ورکولو وعدی
چې یاده لوبډله یې د سیاسي تحولاتو، کرونایي، اقتصادي او مالي بیا مشکلاتو سره بیا هم بریا هیواد ته راوړه. نوموړی زیاته کړه، موږ کوشش کوو چې د افغان نولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته د ډېره د کرکټ زمینه برابره کړو او اینده کی اسیایی او نړیوال جام لپاره به یادې لوبډلې ته منظم پلانونه او تمریناتي کمپونه برابره وو څو د افغان لوبډله په دغو سترو سیالیو کې افغانستان ته نوری بریاوې هم راوړی.
دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک ک
غونډې ته د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایوي رییس ښاغلي نصیب خان هم وویل یی هغی د خوشحالۍ څرګندلو ترڅنګ هم زیاته کړی ره چی د یو ځوان په حیث ستاسو کامیابی ستایم زه به همیشه د یو ځوان ورور په تحیث ستاسو په خدمت کې یم او تاسو ته به لازمې اسانتیاوو برابرولو کې په ضروری او صادقانه کومک ترڅو ستاسو د همدې بریاوو لړۍ همیشه جاري وساتل شي.
د نولس کلنو ملي لوبډلې مرستیال روزونکي سیدالرحمن احمدزي او د دغې لوبډلې لوبډلمشر اعجار احمد هر یو په خپل وار د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې له مشرتابه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یی دوی ته د بنګله دېش د تګ زمینه برابره. د یادونې وړ ده، د افغانستان نولس کلنو لوبډل ددې سفر په لړ کې د کوربه هېواد بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ته په دوو پنځوس اوریزو او د ځوانانو په کچه یوې ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه