کورني خبرونه

د افغانستان هرات ولایت کی د نجونی ښوونځی بیرته تړل شوی

 افغانستان   افغانستان

هرات کې د نجونو منځني ښوونځي بېرته تړل شوي چی د افغانستان په هرات ولايت کې ځينو ښوونکو او نجونو زده کوونکو ویلي چې د دوی منځني ښوونځي تر یوې اوونۍ پرانیستلو څخه  وروسته د طالبانو له  اړخ بېرته تړل شوي.

هرات هغه وروستی  ولایت وو چې د طالبانو له واکمنی  ته رسېدو څخه وروسته په کې له شپږم ټولګي پورته نجونو کولای  شو چې ښوونځیو ته لاړی شی. یوې ښوونکې ویلی چی طالب  چارواکو ورته ویلي چې ښوونکو دا پرېکړه کړې چې د نجونو لپاره ښوونځي وتړي. او د طالبانو له خوښې پرته هېڅ نه شي کولی خو دا وايي ښوونکې داسې فیصله   نشی کولی . دا وايي په  تېرو څو ورځو کې نجونې ښوونځیو ته تللې او  د راتلونکې ازموينې لپاره یې چمتو والی نیولی  خو دغه زده کوونکی  چې وايی ښوونځي ته له تلو څخه  منع شوی.

ورته ویل شوي چې نورې دې ښوونځیو ته نه راځي او له امتحان څخه پرته به لوړو ټولګيو ته لاړې شي. د هرات یوې بلې ښوونکې ویلی چی نن نجونې له ښوونځیو څخه  په خواشينۍ او ژړا   خپلو کورونو ته ستنې شوې. دا وايي ښوونځي زموږ په کوښښونو  پیل شوي  له بدبختی  له امله زدکوونکي دوه کاله د کورونا او له هغه څخه  وروسته د طالبانو په د راتلو سره  له ښوونځیو بې برخې او له درسونو څخه  بېرته پاتې شوی. اوس د کانکور امتحان راروان دی زدکوونکې له رواني ناروغی له  پلوه ډېرې کمزورې شوي  او ښه درس نه شي ویلي.

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

خو په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ مشر سید عثمان فیضي دا خبره ردکړې او ویلي یې دي چې نجونې له ښوونځیو نه ندی منع کړی څو ورځې وړاندې کله چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل کیدل  هغه مهال هم طالب چارواکو د زدکوونکو کورنیو ته ویلي وو چې د زدکوونکو د امنیت مسؤولیت نه شو اخیستلی.

خو  کورنیو ویلي وو امنیتي مسؤولیت دوی دی  پر خپله غاړه واخلي. اوس مهال زدکوونکې وايي چی ورته ویل شوي چې امنیتي ستونزې له امله  نور ښوونځیو ته نه راځي. له بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز سرپل ارزوګان هرات شپږم ولایت و چې له شپږم صنف پورته زدکوونکو نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته لاړې شی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button