افغانستانسیاست

د افغانستان وضعیت؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پرې بحث کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه، د سپټمبر په ۱۶مه، د افغانستان وضعیت د یوې علني غونډې په ترڅ کې څېړي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي، امنیتي، بشري او د بشري حقونو اړوند وضعیت وڅېړل شي.

جورجټ ګانیون به د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله ځانګړې استازې او د یوناما د چارو سرپرسته جورجټ ګانیون د امنیت شورا غړو ته معلومات وړاندې کړي.

د امنیت شورا د غونډې د اجنډا له مخې، د ګانیون وینا به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د افغانستان په اړه د سپټمبر د ۹مې نېټې له تازه راپور او په دغه هېواد کې د یوناما له فعالیتونو سره تړاو ولري. د افغانستان وضعیت

بشري وضعیت او د خوړو ناامني

د ملګرو ملتونو اړوند وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي. د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) وايي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه افغانان د شدیدې خوړو ناامنۍ له درېیم پړاو یا تر هغه لوړې کچې سره مخ کېدونکي وو.

په دې غونډه کې تمه ده چې د اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو او د افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د تعامل موضوعات هم مطرح شي. د افغانستان وضعیت

له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف

د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د تعامل پر څرنګوالي د امنیت شورا د غړو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته. ځینې هېوادونه له طالبانو د نړیوالو اصولو او ژمنو د رعایت غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې چین او روسیه د تعامل او اقتصادي همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

د امنیت شورا په وروستیو بحثونو کې هم د ښځو او نجونو د حقونو، بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو او له افغانستان سره د نړیوال تعامل موضوعات مطرح شوي دي.

د افغانستان څوکۍ لا هم د طالبانو په واک کې نه ده

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو هڅې کړې دي، خو تر اوسه د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د پخواني حکومت له ټاکل شوي استازي، نصیر احمد فایق، سره ده.

په ټوله کې، د نننۍ غونډې تمرکز پر د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکي تعامل پر څرنګوالي دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button