کورني خبرونه

د افغانستان وضیعت په اړه اسلامی همکاری سازمان غونډه اسلام اباد کی پای ته ورسیده

د افغانستان په تړاو  د او ای د پاکستان مرکز  اسلام اباد کی  نن یکشنبه ورځ  د افغانستان وضعیت په تړاو  د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه پای ته ورسیده د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي  په دې غونډه کې د دېرشو هېوادونو د خارجه  وزیرانو  او مرستیالانو او همدا رنګه  لسګونو نړیوالو پلاو ګډون کړی.

ښاغلي قریشي له غونډې  څخه وروسته ویلی  د افغان طالبانو او امریکا پلاو هم د غونډې په څنډو کې مخامخ خبرې وکړې او پر ګڼو نورو  موضوعاتو هم خبری کړی ښاغلی  زیاته کړه چی  هیله مند دی  چې د دې غونډې له امله  به افغان طالبان  ښه پوه شي چې نړیواله ټولنه له دوی نه څه ډول طمعی لري د پاکستان د خارجه  وزیر ومنله چې اوس  مهال د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ زیاته ده  خو هیله یی ښودلی  چې دې لړ کې به پرمختګ وشي.

‌د طالبانو د خارجه  وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام  وېسټ په دې غونډه کې د خپل حکومت په استازولۍ ګډون کړی  د غونډې لومړۍ برخې ته چې رسنیو ته خلاصه وه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د دې هېواد د خارجه  وزیر شاه محمود قریشي هم د کوربتوب په توګه وینا وکړه لومړي وزیر عمران خان یادې غونډې ته خپله خبرو  کې پر امریکا غږ وکړ چې د طالبانو د حکومت موضوع دې د افغانستان وګړو له برخلیک څخه جلا وساتي ‌

نور یی ولوله | روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

د سعودي عربستان د خارجه   وزیر او همدا رنګه د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال هم غونډې ته خبرو پر مهال او  ټولو ویناوالو  هم  په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنیوي او د سولې او امنیت د ټینګولو غوښتنه وکړه په دې ناسته کې د افغانستان څوکۍ چې ملي بیرغ یې هم مخې ته ایښی تشه پاتې وه.

او چا یې استازولي نه کوله د طالبانو د خارجه  وزیر امیر خان متقي ته په غونډه کې یوه جلا څوکۍ ورکړل شوې وه او د کوم هېواد نوم یې بیرغ نه و ورسره ونډه ختمه شوه طالبانو او امریکایانو مخامخ خبرې وکړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button