لوبې خبرونه

د افغانستان پخواني ولسمشران: افغان لوبډلې ته دې دغه تاریخي بریا مبارک وي

د افغانستان پخواني ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د بنګله دیشه پر وړاندې افغان لوبډلې ته د بریا مبارکي ورکړي ده

هاخوا د هېواد په ځینو ولایتونو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دغه بریا په ډېر شور، زوږ او ملي اتڼوڼو نمانځل شوي ده.

لوبډلمشر راشد خان هم په یوه ویډیویي پیغام کې د افغانانو لخوا ددوی ستاینه ستایلي او مننه یې ترې کړي ده.

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په اېکس پاڼه لیکلي:« د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغان اتلانو د پام وړ لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي.»

afghan (70)
افغان کرېکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته

نور ولولئ:  افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نوموړي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو ته ویلي:« ستاسو زحمت زموږ د ملت لپاره ستر تاریخي وياړ دی. په راتلونکي پړاو کې ستاسو د لا د نورو بریالیتوبونو په هیله.»

ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په اېکس پاڼه لیکلي:‏« د‫بنګله دېشه د لوبې په ګټلو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړۍوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله. د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د دې بریا په اړه د زړه له کومې ټولو هېوادوالو په تېره بیا د کرېکټ ملي لوبډلې ګرانو لوبغاړو ته مبارکي وایم او د دوي د لا ډېرو کامیابیو هیله کوم.»

afghan (69)
راشد خان

د خلکو له لوري ددې بریا نمانځل

دا رنګه نن په خوست، جلال اباد او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره خلک په ټکنده غرمه کې چې په ډېرو دغو ښارونو کې د تودوخې درجه تر څلوېښتو درجو لوړه وه واټونو او لارو کوڅو ته راوتي وو او د خپلې ملي لوبډلې د دغه بریالیتوب نمانځنه یې کوله.

که څه هم چې د طالبانو په واکمنۍ کې په هر ډول ساز او سرود سخت بندیز لګېدلی؛ خو دغو افغانانو بې ډوله نڅاوې کولې او چک چکې یې هم وهلې.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دغې تاریخي بریا مبارکي نه ده ورکړې؛ خو په اسلام اباد کې د دغې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضغیف په خپله اېکس پاڼه د دغه بریالیتوب مبارکي ویلې ده.

په ورته وخت کې باید یادونه وشي، چې د کورنیو چارو وزارت ویاند هم پر ایکس پاڼه ولس او لوبډلې ته د یادې بریا مبارکي ورکړې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button