افغانستانسیمه‌ییز

د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوحې غونډې ته ګونګ پیغام پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د طالبانو تر واک لاندې کابل کې مېشت او ادعا کېږي چې سختو محدودیتو سره ژوند کوي، نن په ضمني ډول د افغانستان په اړه د دوحې د ترسره کېدونکې غونډې له ګډونوالو خپلې غوښتنې مطرح کړي.

کرزي د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره د خپلې لیدنې عکسونه خپاره کړي او ویلي، چې دغو استادانو ورته د خپلو ستونزو یادونه کړې او د دوحې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي وضعیت ښه کېدو ته پاملرنه وکړي.

hamid karzai
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له استادانو سره 

د ښاغلي کرزي په پیغام کې ګونګوالی

حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه کې نه ده روښانه کړې، چې د پوهنتونونو استادانو له کوم ډول ستونزو ورته شکایت کړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په پرله پسې ډول پر تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د دوی د رژیم د قیوداتو خبر ورکول کیږي او اندېښنه ده چې له زده کړو د نجونو محرومول، له استادانو سره سیاسي او تبعیضي چلند او د تعلیمي او تحصیلي قوانینو پراخ نقض د دغه سکتور د شدیدو زیانونو سبب شوی.

نور ولولئ: کرزی: نړیوال باید د طالبانو نظام چپه نه کړي

نور ولولئ: سپنتا وايي چې کرزی د طالبانو د بندي په څېر دی

نور ولولئ: حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي

د طالبانو چارواکي بیا هغو قیوداتو ته چې منتقدان یې د تعلیمي او تحصیلي نظام د زیانمنولو نوم ورکول کیږي، د « اصلاحاتو» نوم ورکوي او  ادعا کوي چې تعلیمي او تحصیلي ادارې یې بهتره کړي دي.

د افغانستان په تړاو د دوحې را روانه ناسته

تمه ده چې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه مهمه غونډه ترسره شي.

karzai (1)
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

دې غونډې ته له افغانستان سره د نړیوال تعامل د لار برابرولو نوم ورکړل شوی او د طالبانو د رژیم استازي هم ور بلل شوي، خو دغه رژیم پکې خپل ګډون مشروط کړی دی.

بل لورته طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په اوسنیو شرایطو د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي له ټاکلو سره مخالف دي.

طالبانو زیاته کړې چې د افغانستان لپاره نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ويني. د نوي استازي له ټاکل کېدو سره دوه ځلې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او یو ځل د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي مخالفت څرګند کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button