ځاییکورني خبرونه

د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

د افغانستان د کانونو قراردادونه شفاف نه دي او کیندني یې هم غیر مسلکي دي

په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یو شمیر کانونو د سپړلو دپاره له بهرنیو شرکتونو سره په داسې حال کې د تړونونو خبر ورکړی چې د کانونو د چارو افغان کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې که دغه چاره په مسلکي توګه ترسره نشي، د افغانستان طبیعي زیرمو ته به زیان پېښ کړي.

نور ولولئ: سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیز جګړو له امله ددغه هیواد د کانونو په سکټور کې تراوسه چندانې پانګونه نه ده شوې. د طالبانو مقامات وايي، په ۲۵ ولایتونو کې یې ۴۹۳ کانونه او کاني ساحې په لمړنۍ توګه سروې کړي دي.

داوطلبۍ ته د نویو کانونو سپارل

د طالبانو حکومت تازه خبر ورکړی چې په هرات او غور ولایتونو کې د اوسپنې او سربو (لیډ) د کانونو د سپړلو چارې داوطلبۍ ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ضیاالرحمان اریوبي وویل: “د هرات ولایت د اوسپنې او د غور ولایت د سُربو او جست اته بلاکونه داوطلبۍ ته سپارل شوي او اسناد یې د وزارتي کمیټې له ارزونې نه وروسته اقتصادي کمیسون ته لیږل شوي دي.”

نور ولولئ: اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

که څه هم د طالبانو مقامات وايي چې د دې کانونو د سپړلو قراردادونه د داسې بهرنیو شرکتونو سره شوي چې له افغان شرکتونو سره ګډ کار کوي، خو د کانونو د چارو افغان کارپوهان وايي د سیمې د هېوادونو له شرکتونو سره په دې قراردادونو کې نړیوال نورمونه په نظر کې نه نیول کیږي.

د کانونو څېړونکی جاوید نوراني وايي: “د دې قرادادونو ترشا ایرانۍ کمپنۍ دي، هغه انګلیسي کمپنۍ یوازې اسناد ورته برابر کړي دي. ویل کیږي چې دوی په واسطو باندې دا قراردادونه تر لاسه کړي دي.”

نوراني اندېښنه ښيي چې د کانونو غیرمسلکي سپړل به په راتلونکي کې افغانستان ته ستر اقتصادي زیانونه پېښ کړي.

د افغانستان د کانونو د منابع ارزښت

د امریکا د جیولوژي د ادارې د یوې څیړنې له مخې د لیتیم منرال په ګډون د افغانستان د طبیعي منابعو ارزښت له یو تریلیون ډالرو څخه زیات دی.

د افغانستان طبعي‌ زیرمې،‌ طالبان او چین

طالبانو له دې وړاندې د افغانستان د لیتیمو او ځینو نورو کانونو د سپړلو په برخه کې د چینايي شرکتونو د لیوالتیا خبر ورکړی و.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د اپریل په میاشت کې وویل چې یو چینايي شرکت غواړي افغانستان کې د لیتیم د کانونو په سپړلو کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې پانګونه وکړي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته چین لومړی بهرنی هیواد و، چې ددغه هیواد د “CPEIC” شرکت د طالبانو د حکومت سره د امو سیند د حوزې نفتو د استخراج تړون د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې لاس کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button