لوبې خبرونه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به ۲۰ اورزیر نړیوال جام کې له چا سره لوبېږي؟

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به په ۲۰اوریز نړیوال جام کې په خپل ګروپ کې له څلورو لوبډلو سره لوبېږي

د شل اوریزو نړیوالو لوبو د اصولو له مخې د دې لوبو په لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو څلورو لوبډلو سره یوه یوه لوبه کوي.

افغانستان هم په دې پړاو کې له څلورو بېلابېلو لوبډلو سره سیالۍ لري.

د افغانستان لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر دویمه له یوګانډا سره ده

دویمه یې د جون پر اتمه له نيوزیلنډ سره

درېیمه پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي سره ده

او څلورمه لوبه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي

له چا سره ننګونکي لوبې لري؟

په دې سیالیو کې له نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره د افغانستان لوبې سختې او ننګونکې بلل کېږي. ځکه چې ویسټ انډيز دوه ځلې دا جام ګټلی او نیوزیلنډ هم پیاوړې لوبډله ده.

افغان ملي لوبډله که په دې پړاو کې درې لوبې وګټي او یا که د ګروپ له نورو لوبډلو سره یو شان لوبې وګټي خو د افغانستان رن رېټ ترې ښه وي نو بل پړاو ته وتلی شي.

afghan (40)

د ۲۰۲۴ کال د نارینه‌و کرېکټ شل اوریزو نړیوالو لوبو جام د لومړي پړاو د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به بل پړاو ته وځي چې غوره اته یا Super 8 بلل کېږي.

نور ولولئ: افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

نور ولولئ:  د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

دا اته لوبډلې به بېرته پر دوو ګروپونو وېشل کېږي او سیالۍ به سره کوي. دواړو ګروپونو نه به دوه غوره یعني څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته وځي.

له دوی به بیا د دغه شل اوریز نړیوال جام وروستي پړاو یعني پایلوبې ته دوه غوره لوبډلې لار مومي.

دا دوه لوبډلې به د جون پر ۲۹مه نېټه د ویست انډیز د بارباډوس سیمې په (د اوول) لوبغالي کې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام اتلولۍ لپاره سیالي سره کوي.

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام پیل

د نارینه‌و کرېکټ شل اوریز نړیوال جام له ۲۰۰۷ راهیسې پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.

د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلنډ خپله کړې چې اوس به یې دفاع کوي.

افغانستان لومړی وار په ۲۰۱۰کال کې ګډون پکې کړی او سږ یې اووم ځل دی.

وکتل شي چې دا ځل افغان لوبډله تر کوم پړاوه مخکې پکې ځي او سږ کال دا جام کوم هېواد ورسره وړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button