لوبې خبرونه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له سوت افریقا سره لومړۍ لوبه کوي

د افغانستان او سوت یا سویلي افریقا تر منځ لوبه به نن د سپټمبر په ۱۸ مه د شارجه نړیوال لوبغالي کې پیل شي

د افغانستان او سویلي افريقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن چهارشنبه د سپتمبر په ۱۸مه پيلېږي.

په دې لوبلړۍ کې ۳ یو ورځنۍ لوبې کېږي، چې کوربه توب یې افغانستان کوي.

نننۍ لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د مازیګر په ۴:۳۰ بجې پيلېږي.

له سویلي افریقا سره لومړنۍ لوبلړۍ

د افغان لوبډلې لوبډلمشرحشمت الله شهیدي تېره ورځ ناوخته د دې لوبلړۍ په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې وویل، دا لومړی ځل دی چې له سویلي افریقا سره لوبلړۍ لري او هیله مندي یې وښوده چې دا لړۍ وګټي.

نوموړي زیاته کړه:  « دا لومړی ځل دی چې مونږ له سویلي افریقا سره لوبې لرو، او یو ښه چانس دی چې مونږ لوبلړۍ وګټو او هیله هم لرو چې دا لوبې وګټو او یوه ښه پایله ولرو. د تجربه کارو لوبغاړو لکه ابراهیم، مجیب ځای څوک نشي نیولی، خو یوه هڅه به کوو چې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړو څو دوی هم مخته لاړ شي، پوره چمتووالی لرو لوبې ته.»

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

شهیدي وایي، سویلي افریقا اسانه لوبډله نه ده خو په خبره یې هڅه کوي ښه لوبه وکړي او بریا خپله کړي.

ددې لوبلړۍ نورې برخې

افغان لوبډله به له سویلې افریقا سره خپله ۲مه لوبه د را روانې جمعې په ورځ او ۳مه د راروانې یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

بل لوته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم نن چهارشنبه مازیګر مهال د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې له ارجنټاین سره په دوهمه لوبه کې مخامخ کېږي.

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د دغو سیالیو کوربه دی.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړې وه او ارجنټاین هم د اوکراین په وړاندې ۷-۱ بریا خپله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال په کرېکټ نړیوال جام کې هم خورا مهمې لوبډلې ماتې کړې او ځان یې ثابت کړ.

خو افغان لوبډله وايي، دوی به په راتلونکې کې نور هم د خپل ټیم د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د افغانستان لپاره به لا نورې مهمې لوبې ترسره کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button