د افغانستان یو شمېر ولایتونو په مساجدو کې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وشو

د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو غچ اخیستونکو بریدونو پر دوام نن د جمعې د لمانځه پرمهال په یو شمېر ولایتونو کې په مسجدونو کې امامانو د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ.
دا اعلان په داسې مهال کېږي چې، اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یو شمېر سیمو کې وسله والې نښتې روانې دي او افغان هوايي ځواک په اسلام اباد اویو شمېر سیمو کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو ډرون بریدونه هم کړي چې، پاکستاني لوري هم تائید کړي دي.

افغانستان او پاکستان تر منځ شخړه
د نورو ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار کې بیا د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جهاد د اعلان ترڅنګ په مساجدو کې دعاګانې هم وشوې.
دیني عالمانو د افغان لوري زړور او غچ اخیستونکي بریدونه وستایل او ډاډ یې څرګند کړې چې، دوی هم د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
د جمعې له لمانځه وروسته په سلګونه عام خلک واټونو ته راوتلي وو او د طالب ځواکونو په ملاتړ یې د پاکستان پر وړاندې یې شوي ځمکني او هوایي بریدونو ملاتړ وکړ.

دوی په دغه لاریون کې د « مرګ په پاکستان» شعارونه ورکول
د ننګرهار ترڅنګ، په کونړ، نورستان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دیني علماوو پاکستان دښمن هېواد یاد کړ او پر وړاندې یې د جهاد اعلان وکړ.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې، بل لورته د پاکستان د مذهبي سیاسي ډلې جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یو اړخیزه پوځي اقدامات د ستونزې حل نه دی، بلکې لا نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي.
فضل الرحمن ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې قانوني دي، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی.
هغه زیاته کړې، چې احساساتي چلندونه د دواړو هېوادونو لپاره د پېچلتیاوو سبب ګرځي.
مولانا فضل الرحمن له دواړو هېوادونو غوښتي چې د حوصلې، زغم او مسؤلانه چلند له مخې سملاسي اوربند اعلان کړي.




