تجارت خبرونه

د افغانۍ پولی ارزښت د ډالرو پر تله خورا ټیټ شوی

 افغانستان  افغانستان

د افغانيو په ارزښت کې خورا بې ساری کموالی له امله  د لوږې مخ په زیاتېدونکی کړکیج او د امريکايي ډالرو پر مقابل کی د افغانيو ارزښت په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی .

دا په داسې مهال  کې ده چې په افغانستان کې د ژمې په را رسېدو سره ملګرو ملتونو د لوږې، ناروغیو او بېوزلۍ د کړکیچ خبرداری ورکړی. د کابل د بهرنيو اسعارو بازار شهزاده سرای کې سرچينې وايي چې په ځينو راکړو ورکړو کې د يوه ډالر ارزښت ۹۵ افغانۍ ښودل شوی چې په دې هېواد کې د نويو بانک نوټونو د چاپ او وېش  څخه وروسته د ډالر پر مقابل د افغانیو تر ټولو ټيټ ارزښت دی. په ۲۰۰۳ کال کې د نويو افغانیو له چلن څخه  وروسته يو ډالر په ۴۳

افغانۍ پلورل کېدل. او د طالبانو د کابل له سقوط څو ورځې څخه وړاندې د يوه ډالر  بيه ۸۷ افغانيو ته لوړه شوې .طالبانو د افغانيو د ارزښت د ساتلو لپاره د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه بنديزونه لګولی . طالب چارواکو ټينګار کړی چې د هېواد اقتصادي وضعيت او ملي ګټې دې ته اړین دی چې ټول افغانان په سوداګرۍ کې له افغانيو ځینی کار واخلي د پيسو نړيوال صندوق يا ای اېم اېف په يوه راپور کې هم ويلي چې د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زېرمې  پر کمېدو دي

دا هم ولولئ | برتانوي جنګي بندیان له افغان بندیانو څخه لیدنه کوي

او که طالبان بازار ته د نغدو پيسو په راوړلو کې وروسته پاتې شي نو  ښايي د هېواد بانکونه مجیور  شي چې خپلې دروازې وتړي د طالبانو له واک ته رسېدو  څخه وړاندې د افغانستان مرکزي بانک په منظم ډول کوښښ کول چې بازار ته د ډالرو په مقابله کولو سره د افغانيو د

ارزښت کمیدو  څخه مخه ونيسي.د طالبانو واکمنۍ  څخه  وروسته د ډالرو  ارزښت خورا لوړ شوی  او د افغانیو ارزښت کم شوی لدی امله د بشری کړکیچ  خورا زیات شوی چی  بی وزلی ،لوږه او د ناروغی  ستونزی شته  چی وګړی یی ډیر خواشینی  کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button