کورني خبرونه

د افغان طالبانو پلاوی په رسمي سفر اسلام اباد ته ورسېد

  اسلام اباد اسلام اباد

د طالبانو خارجه وزارت  وايي  امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن چهارشنبه د پاکستان مرکز  اسلام اباد ته رسېدلی . کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد احمد خان او د افغانستان لپاره د پاکستان  خاص استازي محصد صادق خان په هوایي ډګر کې د افغان طالبانو پلاوي هرکلی وکړ.

په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې څخه  وروسته  پاکستان ته د طالبانو یو  لوړپوړي پلاوی لومړنی سفر دی. د طالبانو د خارجه  وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي  په دې پلاوو کې د دوی د خارجه وزیر  مالیې او تجارت وزیران او کاري ډلې هم  شامل دي . ښاغلي بلخي سه شنبه ویلي چی  د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، ټرانزیټ، کډوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د وګړو  تګ راتګ لپاره اسانتیاوې چمتو کول د دې سفر موخه  ده.

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

طمعه  کېږي چې طالب چارواکي به دې درې ورځني سفر کې د پاکستان د خارجه  وزیر او نورو چارواکو سره وګوري. همدا رنګه  ویل کېږي چې امیر خان متقي به د ټرویکا هېوادونو د وزیرانو په ناسته کې هم ګډون کوي چې د پنجشنبې پر ورځ اسلام اباد کې پیل کیږی. لدی  نژدې درې اونۍ  وړاندی  د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په ګډون د دې ډلې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.

طالبان داسې مهال  کې د سیمې له هېوادونو سره د یپلوماتیکو اړیکو  چارې لټوي چې د افغانستان کې د بشري کړکیچ وېره ښکاریږی او دا وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان مسوولینو ویلي، ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري. تر اوس مهال  هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په بهرنیو بانکونو او مالي ادارو کې د افغانستان میلیاردونه زېرمه شوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button