لوبېلوبې خبرونه

د افغان لوبډلې ورو توپ اچوونکی غضنفر له چمپینز ټرافۍ له سیالیو بهر شو

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې نوموړی د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو پر مهال د ملا د L4 مهرې چپ اړخ کسر کړی، چې د پوره درملنې سربېره لا هم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی.

سرچینه زیاتوي، چې له امله به یې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړی لږ تر لږه څلور میاشتې له هر ډول سیالیو لېرې پاتې شي او په همدې موده کې به تر درملنې لاندې وي.

کرکټ بورډ وایي، د نوموړي پر ځای ننګیال خروټی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.

سرچینه دغه راز وایي، چې د ملي لوبډلې بل تکړه ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن هم تر اوسه په یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون جوګه نه دی او د ډاکټر له سپارښتنې سره سم به د یوې مودې لپاره له یو ورځنیو سیالیو لېرې وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button