سپورټ

د افغان لوبډلې پرله پسې ماتې د بنګله دیش مورال لوړ کړ

اړند خبر:

کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!

له افغانستان سره په وروستي سریز او ۲۰ اوره سیالیو کې بري د بنګله دېش مورال لوړ کړی دی

سیف حسن په ۳۸ توپونو د ۷ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته د ۶۴ منډو په کولو د افغانستان په وړاندې د درېیمې شل اوره سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

دا په یو حساب د بنګله‌دېش څلورم خو په روانه لوبلړۍ کې درېیم پر له پسې بری و.

بنګله دېش تر دې لوبلړۍ وړاندې په اسیايي جام کې هم افغانستان ته ماته ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره له بده مرغه بیا هم بنګله دېش پچه وګټله او بیا یې هم افغان لوبډلې ته د توپ وهنې (بیټنګ) بلنه ورکړه.

افغان لوبغاړو د تیرو درو سیالیو په شان په پاور پلې کې خپل اصلي لوبغاړي وبایلل او بیا یې هم د توقع خلاف لږ منډې یعنی ۱۴۹ وکړې. هغه هدف چې بنګالي لوبغاړو د ۴ لوبغاړو د سوځېدو او د اتلسم اور په پای کې پوره کړ.

د افغانستان لپاره بیا هم تر ټولو ښه لوبه کیپتان راشدخان وکړه. ده که څه هم څوک ونه سوځول خو په ۴ اورونو کې یې یوازې ۱۳ منډې ورکړې چې اوسط یې ۳ اعشاریه ۲۵ و. مجیب الرحمان هم ښه لوبه وکړه. ده ۲ لوبغاړي وسوځول او ۲۶ منډې یې ورکړې. دی په بیټنګ کې هم خورا ښه وځلېد. په ۱۸ توپونو یې ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دوو نویو لوبغاړو، چې په تېرو سیالیو کې نه و لوبول شوي، بشیر احمد په ۳ اورونو کې ۳۸، عبدالله احمدزي په ۴ اورونو کې ۵۰ منډې ورکړې.

جالبه دا ده چې محمدنبي ته د توپ اچونې (باولینګ) هیڅ چانس ورنه کړل شو. همداراز عظمت الله عمرزي، چې په ۳ اورونو کې یې یوازې ۱۲ منډې ورکړې وې او یو لوبغاړی یې سوځولی و، څلورم اور ونه کړ.

دروېش رسولي د تېرو سیالیو خلاف دا ځل ۳۲ منډې وکړې. صدیق اتل په ۲۳ توپونو ۲۸ منډې وکړې. او رحمان الله ګوربز، چې یو وار بیا په پیل کې میدان ته راوستل شو، د تیرو څو لوبو په شان ژر وسوځېد، یوازې یې ۱۲ منډې وکړې. داسي ښکاري چې ګوربز باید د درېیم یا څلورم لوبغاړي په توګه میدان ته راووځي نه د پیلګر په توګه.

دې بري، د بنګله دېش د لوبغاړو مورال خورا لوړ کړ، ځکه چې افغانستان ته یې درې پر صفر ماته ورکړه. دا لوړ مورال ښايي له بنګالي لوبغاړو سره په یو ورځینیو سیالیو کې هم مرسته وکړي چې د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۸ مه) پیلیږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button