د اقلیمي بدلون په اړه د م.م. “کاپ ۲۹” غونډه په ازاربایجان کې پیلېږي
نن به د نړۍ مشران د اقلیمي بدلون د کاپ په ۲۹ غونډه کې د ګډون په موخه ازاربایجان کې سره راټول شي
د نړۍ مشران د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو مهمې ناستې کاپ ۲۹ کې نن دوشنبې (۱۱ نومبر) د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې سره راټولېږي او يوولس ورځې به دوام وکړي.
اذربايجان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چاپېريال ساتنې اداره هم دغه کنفرانس ته وربللې او ديپلوماتيکو سرچينو ويلي چې دوی به په څنګيزو غونډو کې ګډون کوي او ښايي نورې دوه اړخيزې غونډې هم وکړي خو د يوه دولت د استازو په څېر به په غونډه کې ګډون نشي کولی.
د طالبانو لخوا په کې څوک ګډون کوي؟
د طالبانو حکومت د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر مولوي مطيع الحق خالص او ورسره پلاوی د اذربايجان پلازمېنې باکو ته رسېدلی دی.
نوموړي له روانېدو مخکې ويلي وو چې تمه لري د افغانستان غوښتنې تر نړيوالو ورسولی شي.
ښاغلي خالص ويلي وو، “موږ به کوښښ وکړو چې په دې کنفرانس کې افغانستان چې څومره له اقليمي بدلون زيان او مشکلات ليدلي له نړيوالو سره په مختلفو فورمونو کې شريک کړو “.
نور ولولئ: اقلیمي بحران؛ د ویتنام (مچو اخیستونکې) ډبرې له منځته تلو په حال کې دي
نور ولولئ: کاپ غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه
افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو تر نورې نړۍ ډېر زيانمنونکی دی. د طالبانو د حکومت چارواکو بيا بيا ویلي چې د دوی سياسي ګوښيتوب بايد د اقلیم له بحثونو د افغانستان مخه را ونه ګرځوي.
د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت هم تمه ښودلې چې دا ګډون به په نړيوالو مکانيزمونو کې د افغانستان ګډون ته لاره هواره کړي او د اقليمي بدلون په برخه کې به د افغانستان غوښتنې له نړيوالو سره شریکې کړي.
د کاپ په ۲۸ مه غونډه کې افغانستان نه و
تېر کال چې افغانستان په متحده عرب اماراتو کې د کاپ ۲۸ غونډې ته نه و بللی شوی، د طالبانو حکومت ويلي وو، افغانستان د اقليمي بدلون له سختو ننګونو سره مخ دی خو بيا هم دغې مهمې غونډې ته د دوی استازي نه دي وربلل شوي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېريال ساتنې ادارې هم ويلي چې په دغه هېواد کې د اقليم بدلون په اړه ۳۲ پروژې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځنډول شوې دي.
د اقلیمي بدلون د سږني کنفرانس يا کاپ ۲۹ مهم لومړيتوبونه دا دي چې د اقليم بدلون په برخه کې مالي اهداف وټاکي او دا ډاډ رامنځته کړي چې هر هېواد د دې وسايل او امکانات لري چې د اقلیمي بدلون په برخه کې کوچني ګامونه اوچت کړي او شنه کوريز ګازونه کم او د ټولنو مقاومت لوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون برخې اجرائيوي مشر سايمن سټايل سږنی کانفرانس د نړۍ لپاره حياتي شېبه بللې ده او ويلي يې دي چې په کاپ ۲۸ کې شويو پرېکړو د هغو حللارو بنسټ ايښی چې اقلیمي بدلون پر وړاندې يې مقاومت ته اړتيا ده.