هنر او ادب

د امتیاب بچن زوکړه، تعلیم او مینه

د امتیاب بچن نوم او څېره به د هند په فلمي صنعت او هنري ډګر کې تلپاتې وي

آمیتاب بچن دهندي سینما بریالی او محبوب لوبغاړی دی چې د رول لوبونې تر څنګ د پروډیوسرۍ او ډایرکټرۍ کار هم کوي. هغه په بازیګرۍ کې له ۱۹۶۹ څخه د سات هندوستاني د فیلم په جوړولو سره خپل کار پیل کړ اودغه کار ته یې تر نن ورځې پورې دوام ورکړی دی. هغه د هندي سینما تر ټولو پیاوړی او ښه لوبغاړی دی. هغه په ۱۹۸۴ په سیاست کې هم لاس ودرلودلو او د هند په پارلمان کې داستازي په توګه غوره شو خو په ۱۹۸۷ کې یې دادنده خوشې کړه.

د هغه د شخصي ژوند په اړه

آمیتاب بچن د ۱۹۴۲ میلادي کال په الله باد کې نړۍ ته سترګې وغړولې. دهغه مور تجی یوه سیکه او پلار یې هاریوانش رای بچن هندو وو. ډاکټر هاریوانش رای د هندي ژبې تکړه او مشهور شاعر وو . د هغه دکورنۍ اصلي نوم سریواستاوا وو خو هغه خپل مستعار نوم بچن خوښ کړ او خپل ټول شعرونه او لیکنې یې هم په همدې نامه کړې . وروسته آمیتاب هم په همدې نامه د سینما نړۍ ته ننوت او دهمدغه نامه په خپریدلو سره دهغه ټوله کورنۍ په همدغه نامه مشهوره شوه .

نور ولولئ: دکترینا کیف ژوند او هنر

دهغه مور تجي د سکانو له فرقې څخه ده چې اصلي زیږنځای یې پنجاب دی . او پلار یې د اتراپردیش اوسیدونکی وو.

د امتیاب بچن زده‌کړې

بچن په وړوکتوب کې د الله باد په ښوونځي کې په درس پیل وکړ او له هغه وروسته د شروود کالج ته لاړ . د کالج له پای ته رسولو وروسته د نوي ډهلی پوهتون ته ولاړ او دعلومو په څانګه کې یې خپل لیسانس ترلاسه کړ. بچن څه موده وروسته د برداند کو د کښتۍ چلونې په شرکت کې د سمندري غوټو راکړې ورکړې ته مخه کړه خو څه موده وروسته یې هغه بوختیا هم خوشې کړه او کلکتې ته لاړ ترڅو خپله راتلونکې په لوبغاړۍ کې وګوري.

د هغه مینه او واده کول

آمیتاب په ۱۹۷۳ میلادی کال کې له بلې هندي لوبغاړې جایابادوري سره واده وکړ . آمیتاب او جایا په ځینو فیلمونو لکه د ۱۹۵۷ په چوبکه چوبکه، د ۱۹۷۳ ځنځیر او ۱۹۵۷ په شعله کې یو ځای رول ولوباوه، او دا دواړه لوبغاړي ددوه بچیانو څښتن شول چې یوه یې لور وه او یویې هم زوی دی چې لور یې شوتا نومیږي او زوی یې هم ابیشک نومیږي. شوتا په ظاهر له لوبغاړۍ سره څومره علاقه نده ښودلې خو خپلې دندې ته د ټلویزیون او پروګرام چلونې په برخه کې دوام ورکوي. ابیشک هم اوس د بالیووډ یوستوری ګڼل کیږي چې د سږ کال د اپریل په ۲۰ یې له سوپر سټار او د هند دښکلا له پخوانۍ ملکې آیشوریارای سره واده وکړ. شوتا هم څو کاله وړاندې د ناتدا د مشهورې کورنۍ له بانیکیل ناتدا سره واده کړی وو .

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button