سات تيري

دکترینا کیف ژوند او هنر

دکترینا کیف ژوند او هنر اغلې کیف چې یو بریتانوي اصله انډینه ده په ۱۹۸۳ کال د جولای میاشت کې نړی ته راغلې او له تاندې ځوانۍ څخه یې په هندي فلمونو کې خپل هنري ژوند پیل کړی. نوموړې په سیمه کې پېژندل شوې څېره ده.

اغلې کیف د بالیوډ نړۍ کې هم یوه پيژندل شوې ستورې او د هغه ښځینه فلمي لوبغاړو له ډلې څخه تعلق لري.چې په فلم کې د کار کولو لپاره لوړه بیه لري.دغه ښکلې نجلۍ په هنکانګ کې له یوه کشمیري پلار او انګلیسي مور څخه نړۍ ته سترګې غړولې کله چې هغه په  ښه او بد پوهیږي نو په هنکانګ کې څه وخت تیرولو سره بیا چین، چاپان، بیلجیم سویس او فرانسه کې هم د څه څه وخت لپاره ژوند کوي او له هغه وروسته بریتانیا ته ځي او د خپلې  مور په ټاټوبې کې ژوند پیلوي.

نوموړې په اول ځل د یوې ځوانې نجلۍ په توګه د موډلې په حیث ښکاره شول او خپل کار يې په دې ډول سره شروع کړ، او وروسته کرار کرار د موډ او فشن نړۍ ته ننوتله.په ۲۰۱۳ کال په داسې حال کې چې دې په یوه نمایش کې برخه اخیستې  وه د یوه هندي فلم جوړونکي د سترګو ښکار سوه او له هغې څخه یې وغوښتل چې د بوم په فلم کې ولوبیږي.

که څه هم بوم فلم له سوداګریزه اړخه ښه نسوخو کترینا خپل محبوبیت د بالیوډ او مینوالو په منځ کې  وموند، له هغه وروسته د سلمانخان له لوري په ۲۰۱۵ کال ولې زه مینه لرم فلم کې ولوبول شوه، هغې څه وخت له سلمانخان سره تیر کړ، او اوس خورا مشهوره لوبغاړې ده. کیف د دې ترڅنګ چې په فلمونو کې کار کوي له خپلې مور سره په خیریه کارونو کې هم مرسته کوي.

20210219 112118
کترینه کیف

د اغلې کیف له نوموتې فلمونو څخه ولې زه مینه لرم ۲۰۰۵،شریک فلمونه، ښه راغلاست، خپلوان او سلام لندن ۲۰۰۷، او په ۲۰۰۸ کې او داسې نور زیات فلمونه یادولای شو، د کترینا د ټولو خرڅو شویو فلمونو او لاس ته راوړو پیسو شمېر تر ۲۵۰۰کروړه اوړي بلید هېره نکړو چې نوموړې د ښایست په ډګر کې هم له چا کمه نده او همداراز یوه خوش اخلاقه اانجلی هم ده.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button