نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

انتوني بلېنکن وايي، موږ بل ځوان نسل نه لرو چې بیا افغانستان ته ستون شي او هلته جګړه وکړي

انتوني بلېنکن له افغانستانه د امريکا د وتلو پرېکړه “پرځای” وبلله او دا يې د امريکا تر ټولو د اوږدې جګړې پای وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، موږ بل امریکايي ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي.

هغه وویل، «موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو، چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي.»

افغانستان کې د ښځو حقونه او نړیوالې اړیکې

بلېنکن تېره ورځ زیاته کړه چې له طالبانو سره د هر ډول عادي اړیکو جوړول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ته په درناوي پورې تړلي وبلل.

نور ولولئ: انتوني بلېنکن: طالبان باید خپل سیاست او رویې ته تغیر ورکړي

نوموړي د ښځو د حقونو د تامین په اړه د امریکا او لسګونو نورو هېوادونو د ښکاره دریځ یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې “موږ کرار نه کېنو، تر هغه به يې پرې نه ږدو چې طالبان مو خپلو کړو ژمنو ته نه وي راګرځولي، دوی به ځواب وايي .”

خو دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا به “بیا هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو اصلي تمویلونکی وي.”

له افغانستان د امریکایانو پر وتلو نیوکې

د بایډن د حکومت په مشرۍ له افغانستان څخه د امریکا وتل په امریکا او افغانستان کې ګڼ نیوکه کوونکي لري.

په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکو د سرتېرو پر وتلو نیوکه کړې؛ خو افغان سیاستوال د طالبانو د بېرته راتګ لامل د اشرف غني له حکومته هغه مهال د ملاتړ کموالی بولي.

ځینې منتقدان په ټينګار سره وايي، چې امریکا “افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ.”

بلېنکن په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا د وتلو دفاع وکړه.

هغه وویل، چې “له افغانستانه د وتلو پریکړه ډېره ستونزمنه خو سمه وه.”

نور ولولئ: امریکا: افغان حکومت باید د ښځو حقوقو ته ژمن پاتې شي

دغه امریکايي چارواکی په داسې حال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د “سمې” پرېکړې خبره کوي، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په یوه بیان کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه لوړ پوړي چارواکي له افغانستانه د امریکا “ناوړه” وتلو په وړاندې مسوول وبلل.

 

مایکل مک کال ادعا کوي، چې بایډن افغانستان پرته له کوم قید و شرط طالبانو ته تسلیم کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button