اقتصاد او سوداګري

د امریکا د استازو جرګې پر طالبانو د پیسو بندښت لایحه تصویب کړه

ددې تصویب شوي لایحې له مخې طالبان د امریکا نغدې مالي مرستې نه شي تر لاسه کولی

هاخوا بیا کارپوهان وايي، د طالبانو رژیم د امریکا مرستو ته لاس رسی لري او همدا مرستې دي چې له نړیوالو بندیزونو سره، سره د افغانۍ ارزښت ساتل شوی دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مرستیال تیموتي بروچیت پر طالبانو د بهرنیو مالي مرستو بندښت د لایحې تصویبېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو ته په یو ډول ترهګر ویل شوي

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې وېب‌پاڼې چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه د تيموتي په حواله خبر ورکړی چې د امريکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندښت طرحه د دغې جرګې له خوا تصويب شوې ده.

تیموتي بروچیت چې د امریکا کانګرېس ته د دې لایحې وړاندې‌کونکی و، ټینګار کړی چې د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید «ترهګرو» ته ورنه کړل شي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: مېلیونونه افغانان په بشرپاله مرستو متکي دي

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

تېره ورځ نوموړي امریکايي چارواکي له دغه هېواده د بهرنیو مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي بندښت لپاره د لایحې تصویبېدو د اټکل خبر ورکړی و.

طالبانو ته د پیسو رسېدل ناسم کار دی

هغه له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي و: «کومې پیسې چې طالبانو ته رسېږي، ډېر ناسم کار دی. موږ ۳۵ ټریلیونه ډالره پوروړي یو او د خپلو دښمنانو تمویل ته اړتیا نه لرو.»

د يادونې ده چې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته، امريکا د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان سره له ۲.۸ ميليارډه ډالرو ډېرې بشرپالې او پراختيايي مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) راپور ورکړی و چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرستې پلي‌کوونکو شریکانو د طالبانو رژیم ته لږ تر لږه ۱۰.۹ ملیونه ډالره د مالیې او د اوبو او برېښنا پیسو په نوم ورکړي دي.

په ورته وخت کې سیګار او د ملګرو ملتونو خیریه بنسټونو ویلي وو، طالبانو د هغو مرستو په وېش کې نېغ په نېغه مداخله کوي او د خپلو کسانو نومونه ورکوي چې دا مرستې په اصل کې مجبورو افغانانو ته ځانګړي شوي دي.

له افغانستان سره د نړیوالو له دوامداره مرستو سره، سره بیا هم په دغه هېواد کې د مور او ماشوم مړینه، فقر او په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره په لوړېدو ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button