د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: امریکا ته لا هم د افغان کډوالو دوام لري

اړوند خبرونه:
مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي
د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس په خپله تازه خبري ناسته کې ویلي چې هغه افغان کډوال چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، لا هم دې هېواد ته انتقالېږي او تر اوسه په دې برخه کې کوم خنډ نه دی راغلی.
هغې د تېرې شپې (د کب ۲۷مې) په خبري ناسته کې زیاته کړه چې تر اوسه د هغو افغانانو د انتقال د بندیز لپاره کوم فهرست یا راپور وړاندې شوی نه دی چې د امریکایي ځواکونو پخواني همکاران دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې د دې کډوالو بیا مېشتېدل د واشنګټن د سیاست یوه برخه ده او د امنیتي ارزونو بهیر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان پر بنسټ دوام لري.
مېرمن بروس زیاته کړه چې دا کار د متحده ایالاتو د امنیت د ساتنې لپاره ترسره کېږي.
په همدې حال کې، شاون وان دایور، د امریکا د متقاعدو سرتېرو د اصلي ائتلاف رئیس، چې د افغان کډوالو د حقونو مدافع او د «افغان ایواک» په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره له امریکا سره کار کوي، ویلي چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د هغه محکمې د حکم د کمزوري کولو په هڅه کې دی چې د کډوالو د منلو بهیر د بیا پیل لپاره یې امر کړی و.
تر دې مخکې، په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ټرمپ هغه فرمان چې د کډوالو د منلو او بیا مېشتېدو بهیر یې درولی و، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، بند کړ او امر یې وکړ چې دا بهیر دې بیا پیل شي.
له بلې خوا، د «هیڅوک شاته نه پرېږدئ» په نوم غیرانتفاعي سازمان اعلان کړی چې د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د ۲۰ زره ځانګړو مهاجرتي ویزو او د دې پروګرام د دوه کلن تمدید اړوند دوه مهمې مادې د «سیآر» د دوام له پرېکړه لیک څخه لرې کړې دي.