افغان کډوال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: امریکا ته لا هم د افغان کډوالو دوام لري

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس په خپله تازه خبري ناسته کې ویلي چې هغه افغان کډوال چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، لا هم دې هېواد ته انتقالېږي او تر اوسه په دې برخه کې کوم خنډ نه دی راغلی.

هغې د تېرې شپې (د کب ۲۷مې) په خبري ناسته کې زیاته کړه چې تر اوسه د هغو افغانانو د انتقال د بندیز لپاره کوم فهرست یا راپور وړاندې شوی نه دی چې د امریکایي ځواکونو پخواني همکاران دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې د دې کډوالو بیا مېشتېدل د واشنګټن د سیاست یوه برخه ده او د امنیتي ارزونو بهیر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان پر بنسټ دوام لري.

مېرمن بروس زیاته کړه چې دا کار د متحده ایالاتو د امنیت د ساتنې لپاره ترسره کېږي.

په همدې حال کې، شاون وان دایور، د امریکا د متقاعدو سرتېرو د اصلي ائتلاف رئیس، چې د افغان کډوالو د حقونو مدافع او د «افغان ایواک» په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره له امریکا سره کار کوي، ویلي چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د هغه محکمې د حکم د کمزوري کولو په هڅه کې دی چې د کډوالو د منلو بهیر د بیا پیل لپاره یې امر کړی و.

تر دې مخکې، په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د ټرمپ هغه فرمان چې د کډوالو د منلو او بیا مېشتېدو بهیر یې درولی و، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، بند کړ او امر یې وکړ چې دا بهیر دې بیا پیل شي.

له بلې خوا، د «هیڅوک شاته نه پرېږدئ» په نوم غیرانتفاعي سازمان اعلان کړی چې د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د ۲۰ زره ځانګړو مهاجرتي ویزو او د دې پروګرام د دوه کلن تمدید اړوند دوه مهمې مادې د «سی‌آر» د دوام له پرېکړه لیک څخه لرې کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button