نړیوال خبرونه

د امریکا سفیر له اتمر سره د کابل هوایي میدان په اړه خبرې کړي دي

د امریکا سفیر له اتمر سره د کابل ایرپورټ په اړه خبرې کړي دي.داسې وخت چې امریکايي‌ او ناټو عسکر له افغانستانه په وتلو دي، په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسون د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر‌ سره لیدلي.

ښاغلي ویلسون د نورو مسایلو تر څنګ د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت د خوندیتوب په اړه ورسره غږېدلی.د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر په دې لیدنه کې ټینګار وکړ، چې بهرني‌ ځواکونه باید له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د کابل حکومت عسکرو مالي ملاتړ وکړي‌ او د هغوی روزنې ته دوام ورکړي.ویلسون اتمر ته ډاډ ورکړی، چې هیواد یې له عسکرو سره مالي ملاتړ روان ساتي.

img 20210601 154359

‌او د کابل-واشنګټن تر منځ د شوي‌ امنیتي تړون په بنسټ، په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکوي.د خبرپاڼې له مخې،‌ په دې لیدنه کې دواړه لوري‌ د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه د خبرو اترو تر څنګ د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت د خوندیتوب په اړه هم غږېدلي.

د کابل هوای میدان د خوندیتوب په اړه د اتمر او ویلسون خبرې وروسته له هغه دي، چې رسنیو راپورونه ورکړل، امریکا د خپل سفارت د خوندیتوب لپاره شپږ سوه مرین عسکر په سفارت کې ځای په ځای کوي او د کابل هوایي‌ ډګر د خوندیتوب چارې د ترکیې عسکرو ته سپاري.

ترکي چارواکو رسنیو ته ویلي‌ و، چې که افغانان دا وړاندیز ومنی، دوی تیار دي خپل عسکر کابل ته ولېږي.امریکا که څه هم د کابل هوایي‌ ډګر د خوندیتوب لپاره د کومې ځانګړې طرحې جزئیات نه دي رسنیز کړي، خو پنټاګان وایي، د کابل هوايي‌ ډګر خوندیتوب اړین دی، تر څو ډيپلوماټان تګ راتګ وکولای شي او په کابل کې د ډيپلوماسی دوام وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button