نړیوال خبرونه

د امریکا لخوا د طالبانو پر چارواکو د ویزې د محدودېدو په وړاندې غبرګونونه راپارېدلي

سرپرست حکومت د اسلامي امارت د ځينو اوسنیو او پخوانیو چارواکو لپاره د امریکا د ویزې د محدودېدو په غبرګون کې، وايي چې د بندیزونو لګول د کابل او واشنګټن په ګټه نه دي او امریکا باید پر اسلامي امارت خپل بندیزونه لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند

 د اسلامي امارت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کار د دوحې د هوکړې نقض ګڼي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر عادي کولو ټينګار کوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«له امریکا غواړو چې د دا ډول بندیزونو دوام نه د امریکا په ګټه دي او نه هم د افغانستان، او د دوحې د هوکړې پر خلاف دي. موږ غواړو دا بندیزونه لرې کړل شي او هڅه وشي چې د دواړو هېوادونو اړیکې نارملې پاتې شي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د ځينو اوسنیو او پخوانیو چارواکو او ځینو نورو غیر حکومتي کسانو لپاره د ویزې ورکړه محدوده کړه.

نور یی ولوله | ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله د استخباراتو له مسولینو سره ولیدل

نور یی ولوله | افغانستان د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کې د غړیتوب لپاره سیالي کوي

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې پر دغو کسانو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي د ویزې د محدودولو لامل د ښځو او په ځانګړې توګه د نجونو د حقونو په تړاو د طالبانو سیاستونه په ګوته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ له نورو دولتونو هم غواړو چې، د ورته اقداماتو لپاره له موږ سره یو ځای شي او همداراز پر دې ټولیز پیغام ټینګار ولري چې، یوازې په افغانستان کې هغه حکومت مشروع بلل کېږي چې، د خپلو ټولو خلکو استازولي وکړي او همداراز د ټولو له حقونو ملاتړ وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی رحمت الله بېژن پور وايي:«د طالبانو او امریکا ترمنځ ډپیلوماټيک دهلیز له موافقت او مخالفت سره سم فعال کېږي او ښيي چې دا مسله یو بل مفهوم یا له طالبانو سره دپيلوماسي یوه بله حوزه فعالېږي یا له طالبانو سره د امریکایانو د فرصت د انقضا زمنیه یا مخالفتونه زیاتېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button