د امریکا ولسمشر: اسرائیلو او حزب الله تر منځ اوربند کېدونکی دی
بایډن په خپلو خبرو کې د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د اوربند هوکړې پخلی کړی دی
د امریکا ولسمشر جو بايډن وايي، اسرائيلو او حزب الله دواړو د دوه مياشتني اوربند هوکړه منلې ده. د نوموړي په وینا دغه اوربند به په ځایي وخت د چهارشنبې په ورځ په څلورو بجو پلی شي.
ښاغلي بایډن چې خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، وویل دغه پرېکړه به لبناني ځواکونو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې د خپل هېواد په ټولو سیمو ولکه ټينګه کړي، دارنګه به دواړو خواو ته ملکې خلک خپلو سیمو ته ستانه شي.
د ښاغلي بایډن په وینا، د اوربند اصلي موخه دا ده چې په سیمه کې دایمي دښمنۍ پای ته ورسېږي او په وینا یې اوس انتخاب د حماس په لاس کې دی چې برمته کسان خوشي او جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي بایډن او فرانسوي سیال یې امانویل مکرون په ګډ بیان کې غوښتنه کړې چې دواړه خواوې باید د اوربند په هوکړې تر پایه ودرېږي.
په غزه کې د اوربند اټکل
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، اوس د غزې خلکو وار دی چې د اوربند مزه وڅکي.
نور ولولئ: د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې د حزب الله مهم قومندان یې وژلی
نور ولولئ: حزب الله ډلې تر ټولو سخت ګزار؛ پر اسرائیلو یې ۲۵۰ توغندي وتوغول
نوموړي ويلي، “لکه څنګه چې د لبنان خلک د امنیت او سوکالې راتلونکې مستحق دي. د غزې خلک هم دا حق لري. دوی هم د جګړې او بې ځایه کېدو د پای ته رسولو مستحق دي. د غزې خلک په دوزخ کې ژوند کوي. د دوی دنیاګۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې. هلته خلک نور د هیڅ څه زغم نه لري. حماس د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو په تړاو د میاشتو او میاشتو لپاره ښه نیت له معاملې څخه انکار کړی دی.”
په همدې حال، سره له چې په اسرائیلو کې ځینو اړخونو له اوربند سره مخالفت کړی، خو د دغه هېواد لومړي وزیر ویلي په غزه کې به تر بریا جنګېږي ترڅو د اوکټوبر شپږمې پېښه بیا تکرار نه شي.
ښاغلي نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې ويلي چې دی به د اسرائیلو پر اهدافو جوړجاړی ونه کړي.
نتنیاهو د اسرائیلو اوسېدونکو ته
“د اسرائیلو اوسېدونکو، ما تاسو سره د بریا ژمنه کړې – او موږ به دا بری ترلاسه کړو. موږ به حماس له منځه وړو، موږ به خپل ټول یرغمل بېرته راستانه کړو، موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې غزه به نور د اسرائیلو لپاره ګواښ نه وي، او موږ به د شمال اوسېدونکي په خوندي توګه بېرته خپلو کورونو ته راستانه کړو. جګړه به ترهغې پای ته ونه رسېږي تر څو چې موږ خپل ټول اهداف ترلاسه نه کړو.”
د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ دغه اوربند له ګڼو نړیوالو غبرګونو سره مخ دی.