نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنې افغان ښوونکو ته د ۵۰ ميليونه يورو بېړنۍ مرستې ورکولو اعلان کړی

اروپايي ټولنې د افغان ښونکو د وضعيت ښه کولو په موخه د ۵۰ ميليونو يورو چې شاوخوا ۵۷ ميليونه ډالر کېږي، مرستې ژمنه کړې ده. دغه مرستې اعلان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لاينز د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدو پر مهال شوی دی.

دغه ۵۰ میليونه يورو به د یونیسف له لارې د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې ښوونکو ته ورکړل شي. دا مرسته د هغو ۳۰۰ میلیون یورو یوه برخه ده چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اړمنو خلکو لاسنيوي، د روغتیا او پوهنې په بېلابېلو پروژو کې يې د لګولو ژمنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې په وینا پاڼه کې راغلي د ژمي په دې دوو میاشتو کې به هر ښوونکي ته د میاشتې ۹۰ یورو ورکول کېږي او د نجونو او هلکانو د زده کړو هڅونې په لړ کې به د خوړو د ویش پروګرام د یونسیف پر مټ پلی کېږي. په ويناپاڼه کې د نجونو زده کړو ته په ځانګړې توګه اشاره شوې او ویل شوي هغه کورنۍ چې خپلې لوڼې ښونځیو ته لېږي ورسره نغدي مرستې هم کېږي.

نور یی ولوله | پخوانی بریتانوی جنرال: طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي

د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال د ملګرو ملتونو د استازې ادارې یوناما مشرې ډیبورا لاینز ژمنه کړې چې نړیواله ټولنه به د ښونکو د ژوند ښه والي لپاره لا نور ګامونه اوچتوي او د ۴ اعشاریه ۴ میلیارده مرستې ټولو لپاره هڅې روانې دي چې د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره راټولې شي.

مېرمن لاینز د طالبانو له لوري د پوهنتونونو د بیا پرانيستل کېدو او په پسرلي کې د نجونو د ټولو ښونځیو د پیلېدو پرېکړه ستایلې. د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني یوي سرچینې ته وویل، د ملګرو ملتونو استازې د ورکو نجونو د پیدا کولو برخه کې هم ټينګې غوښتنې کړې دي. د افغان ښونکو سره د مرستې دا خبر داسې مهال مخې ته راځي چې ډېرو سیمو کې ښونکې له بدو اقتصادي ستونزو کړېږي.

د پروان ولایت یو ښونکی میر احمد وايي کابو څلور میاشتي کېږي معاش یې نه دی ترلاسه کړی او که داسې دوام وکړي دوئ خپلې دندې پرېږدي. د افغانستان په نورو سیمو کې هم ښونکي له سخته اقتصادي حالت سر ټکوي، هسې هم په ټولیز ډول له پخوا د ښونکو معاشونه او نور امتیازات د ټیټې کچې دي چې د ژوند ټولې اړتیاوې یې پرې نشي پوره کېدلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button