نړیوال خبرونه

د امریکا ټاکنې؛ کمالا هرېس د ډیموکراټ ګوند نومانده شوه

کمالا هرېس د ډیموکراټ ګوند په داخلي ټاکنو کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته رسماً نومانده شوه

د امریکا مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس د جمعې پر ورځ د دېموکرات ګوند د استازو په داخلي رای‌اچونه کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړ.

دا رای اچونه په مجازي توګه ترسره شوه او اغلې هرېس په کې د خپلو ګوندي ملګرو لخوا ولسمشرۍ ته د دې د نوماندۍ ملاتړ ځان لپاره ویاړ وباله.

afghan 2024 08 03t114429.817
کاملا هرېس د ټاکنیزې مارزې پر مهال

کاملا څوک ده؟

د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د هغې نوماندي به د دیموکرات ګوند ملي‌ کنوانسیون لخوا چې ټاکلې روانه میاشت شیکاګو کې جوړ شوي، له غوښتنې وروسته رسمي بڼه خپله کړي.

کمالا هرېس لومړنۍ هندي‌توکمه تورپوستې ښځه ده چې د امریکا د یوه ستر ګوند لخوا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندېږي.

نور ولولئ: جان بولټن: امریکا باید د طالبانو مخالفو ډلو سره پوځي مرستې وکړي

نور ولولئ: ولسمشر غني: ملګرو ملتونو او امریکا د ډیجیټلي حکومتولۍ مخه نیوله

که هغه په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ ته ماته ورکړي، نو د امریکا د تاریخ لومړنۍ ښځینه ولسمشره به شي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ شا ته کېږي او دغه ماموریت لپاره خپله مرستیاله رامخ ته کوي.‌

afghan 2024 08 03t114417.489
کاملا هرېس د لوړې کولو پر مهال

د اړین نصاب پوره کول

اغلې هرېس د جمعې ورځې په رای اچونه کې د ۲۳۵۰ استازو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره نوماندۍ لپاره اړین نصاب پوره کړ.

هغې وروسته یوه لنډه بیانیه کې وویل “موږ د امریکا پر ژمنه ایمان لرو او د ټاکنیز کمپاین موضوع مو هم همدا ده.”

په بیان کې زیاته شوې “موږ دغه ډګر ته رادانګلي، پر دغه لوري مو حرکت کړی، دنده مو اسانه نه ده خو موږ به یې ترسره کوو.”

دیموکراتانو ویلي چې په ټوله کې به د ګوند ۳۹۲۳ ټاکنیز استازي چې د ملي کنوانسیون ۹۹ سلنه برخه جوړوي، اغلې هرېس ته رایې ورکړي.

دا رای اچونه پنجشنبه پیل شوې او دوشنبه پای ته رسېږي.

۵۹ کلنه هرېس د کلیفورنیا په اوکلنډ کې زېږېدلې او د دیموکرات ګوند په نږدې ۲۰۰ کلن تاریخ کې لومړنۍ سیاستواله ده چې له یوه لوېدیځ ایالته د دغه ګوند نوماندۍ ته رسېږي.‌

هغې دنده د سانفرانسیسکو د څارنوالې په توګه پیل کړې وه، وروسته د کلیفورنیا لویه څارنواله او ورپسې سناتوره شوه.‌

تمه کېږي چې اغلې هرېس به په نږدې ورځو کې یا احتمالآ همدا راروانه دوشنبه خپل ټاکنیز مرستیال هم اعلان کړي.

کمالا هرېس نوماندۍ لپاره د ولسمشر بایډن د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته کمپاین او ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د پیسو راټولول پیل کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button