نړیوال خبرونه

د چین مرسته شوی ۷۰۰ زره ډوزه دکرونا واکسین افغانستان ته راورسېده

د چین مرسته شوی ۷۰۰ زره ډوزه دکرونا واکسین افغانستان ته راورسېده.ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د چین د مرسته شویو ۷۰۰ زره ډوزه واکسین په اړه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شويو مراسمو کې وویل، واکسین د ژوند ډالۍ ده او د چین له مرستو مننه کوو.

ولسمشر غني په مختلفو په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي مناسباتو په برخه کې له چین سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل، د کرونا ویروس د تېرو دوو څپو په پرتله د هیواد د روغتیایي سکتور وضعیت ښه شوی دی. د هیواد پر ډاکترانو او روغتیایي نظام د خلکو باور زیات شوی او دغه سکتور د جمهوري ریاست بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

fb img 1623492199827

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانانو د کرونا ویروس د دریو څپو پر مهال خپل ظرفیت او وړتیا ښودلې او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور کرونا ویروس سره په مبارزه کې لا زیات دخیل کړي.تر څو د کرونا ویروس مخنیوی ژر تر ژره وشي.او اینده مو محفوظ شي.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان له روغتیایي نظام څخه د جمهوررئیس د ملاتړ او له چین څخه د کرونا ویروس د ۷۰۰ زره ډوزه واکسین او د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو د مرستې، مننه وکړه.او د لا نورو وسایلو را جلبولو او راوړلو وعده هم وکړه.

همدارنګه په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یوو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د خپل هیواد د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ او د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ یې هیله ښوده چې افغانستان دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button