نړیوال خبرونه

د امنیت شورا ځینې غړي طالبانو ته؛ د امربالمعروف قانون لغوه کړئ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو د طالبانو د امربالمعروف قانون د فوري الغا غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د نوي قانون پر پلي کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو هېوادونو بشري حقونو او لومړنیو ازادیو ته د درناوي پر اړتیا په ټینګار سره د دغه قانون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د ایکوادور، فرانسې، ګیانا، مالټا، موزمبیق، جنوبي کوریا، سیرالایون، سلووینیا، سویس، بریتانیا، امریکا او جاپان سفیرانو د جمعې په ورځ (د سنبلې۱۶مه) دغه بیانیه خپره کړه.

په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض

دوی د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د طالبانو په سیاستونو کې بدلون راولي.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: “موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د منظم جنسیتي تبعیض او ظلم په کلکو ټکو غندو.”

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو نوي قانون پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او د حکم پلي کوونکو ته یې پراخ واک ورکړی دی.

نور ولولئ: د امربالمعروف نوی قانون؛ د ښځې لوڅ مخ فتنه ده

نور ولولئ: د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

دغو هېوادونو ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي او د دوی د اندېښنې سبب دی.

په اعلامیه کې راغلي: «طالبان باید د افغان ښځو او نجونو غږ واوري او د هغوی د زده کړې، کار، د بیان ازادۍ او په ټولنه کې د حضور حق ته درناوی وکړي. دا مسله د یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره اساسي شرط دی.»

afghan 2024 09 07t124742.393

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغو غړو د نړۍ له هېوادونو هم وغوښتل چې د دغه قانون د لغوه کولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د طالبانو د امربالمعروف قانون

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون اعلان کړ.

دغه قانون چې ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري په ۱۳ماده کې یې د ښځو د ټول بدن پټول “لازمي” بلل شوي او د قانون په ټکو “د فتنې له وېرې” د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

په‌دې قانون کې دغه راز د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرأت وکړي.

طالبانو په تېرو درې کلونو د زده‌کړو او کار په ګډون په ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button