د انجلینا جولي ښکلا لا هم مشهوره ده

سره له دې چې انجلینا جولي ۴۷ کلنه شوه، خو لا هم ځوانه او ښکلا یې مشهوره ده
له نن څخه ۴۷ کاله پخوا د ۱۹۷۵ د جون په ۴ مه نامتو امریکايي سینمايي ستورې او بشرپاله انجلینا جولي ( Angelina Jolie) د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې وزېږېده.
دغه ستوري په فلمي نړۍ کې ډېره ځلېدلي ده او له همدې امله انجلینا جولي ګڼې جایزې لکه اسکر، د ګولډن ګلوب ۳ جایزې او ډېر نور میډالونه ګټلي دي. جولي د خپل ژوند په اږدو کې داسې هنري هڅې کړي چې له امله یې په نړۍ کې خورا مشهوره څېره ده.
نور ولولئ: انجلینا افغان ښځو ته: زه ستاسې په مقاومت او قدرت باور لرم
جولي، چې کله په فلمونو کې کار کاوه څو ځلې تر ټولو د ډیرې اجورې ترلاسه کوونکې ستورې اعلان شوه.
په فلمونو کې د هغې د کار پیل
دا لا ماشومه وه چې له خپل پلار جان ویټ سره یې په ۱۹۸۲ م کال په فلم کې کار وکړ خو یوه لسیزه وروسته په ۱۹۹۳م کال په سایبرک ۲ فلم کې په کار کولو په مسلکي ډول سینما ته مخه کړه.
هغې په ۱۹۹۵ کال د هکرانو په فلم کې د اتلې یا اصلي لوبغاړې په توګه رول ولوباوه، په ۱۹۹۷ کې یې د جورج والس او په ۱۹۹۸ کال د ویجیا د ژوندلیکونو په فلمونو کې رول لوبولی دی. جولي په ۱۹۹۹ کال د پاشل شوې نجلۍ په ډرامه کې تر ټولو د غوره ښځینه لوبغاړې په خاطر د اسکر جایزه وګټله.
جولي له فلم او هنر ورهاخوا
جولي پر هنري او فلمي کارونو سربېره د بشرپالو کارونو په خاطر ډېره مشهوره ده. هغې په نړۍ کې د مېرمنو او ماشومانو د حقوقو په برخه کې مبارزه کړې ده. دا د ملګرو ملتونو د لویې کمیشنرۍ ځانګړې استازې ټاکل شوې، د افغانستان په شمول یې د نړۍ دوولسو هیوادونو ته د کډوالو د وضعیت د کتلو لپاره سفرونه کړي دي.
ډېر ولولئ: انجلینا جولي د پخواني مېړه سره ملاقات رد کړ
اغلې جولي د امریکا د تفریحي صنعت تر ټولو اغېزمنه څېرمه پېژندل شوې او بېلابېلو رسنیو څو کاله دا د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه نومولې ده. د جولي له ښکلا څخه د نړۍ ډېر مشهور هنرمندان او سیاسي څېرې هم اغېزمنې دي. جولي له څو کسانو طلاق اخیستی او له څو سره یې واده کړی دی چې ځینې یې دادي لکه: هغې له جاني لي میلر، بیلي باب تورنټن او براد پیټ سره ودونه کړي او جلا شوې ده چې له پیټ څخه ۶ اولادونه لري.