د اوبو نړیواله ورځ؛ افغانستان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی
د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ګډ راپور ښیې چې په نړۍ کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
ملګرو ملتونو د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په نړۍ کې هر کال ۱،۴ میلیونه انسانان د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو پایله کې مري او د ۷۴ میلیونه نورو انسانانو عمر په همدې سبب د کمزوري حفظ الصحې له کبله لنډیږي.
سږ کال د اوبو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له یوه مهم کانفرانس سره هممهاله ده چې د نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت په اړه جوړیږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پرمختګ پر سم لوري روان نه دی او دا وضعیت د دغه سازمان د پایداره پراختیا پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یو چارواکي اوشا راو مناري وايي چې لا هم په نړۍ کې اته سوه میلیونه وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري او په حقیقت کې دوه نیم میلیارده خلک د حفظ الصحې خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په همدې حال کې نړیوال سازمانونه اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ په کچه د اوبو غوښتنه ۵۵ سلنه زیاته شي او په ځینو هېوادونو کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت له امله د اوبو د تقاضا زیاتوالی هغه څه دي چې حکومتونه او نړیوال مرستندویه بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.
سره له دې چې افغانستان د خوږو اوبو ډیرې سرچینې لري خو بیا هم له مشکل سره مخ دی
افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره مخ دی. د کابل یو اوسېدونکی وایي:”مونږ څو څاګانې ویستلې کله خو په ځينو کې اوبه ډېرې ژورې وځي او ځینې وخت بیا هماغه ژوره څاه هم وچه شي له دې کبله بیا اړ شوي یو چې څاه لا ژوره کړو.”
اوس مهال په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ډېر محدود دی چې اړتیا او تقاضا یې له حده زیاته ده.
نور ولولئ: د پوهنې وزارت: یونیسف به راتلوونکې اونۍ په افغانستان کې ښوونکو ته معاشونو ورکړي
د افغانستان د اوبو رسولو مشر انجنیر نعمت الله احمدي وايي چې د اوبو د کمښت له امله په کابل او نورو لویو ښارونو کې د څښاک د پاکو اوبو د وېش لړۍ خورا محدوده ده، هغه زیاتوي:”مونږ په هغه اندازه اوبه نشو رسولی څومره یې چې اړتیا ده، په کابل ښار کې مونږ ۷۰ زره کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه رسوو په داسې حال کې چې له ۳۰۰ زرو نه اضافه کورنۍ د نل اوبو ته اړتیا لري خو مونږ نشو کولای ځکه د اوبو له کمښت سره مخ یو او سرچینې وچې شوې دي.”
هغه وایې په ټول افغانستان کې ۲۴۸ زره کورنیو ته پاکې روغتیایي اوبه رسوو او په وینا یې “دا اندازه هم له اړتیا خورا کمه ده.”
نړیوالو سازمانونو د اقلیمي بدلون او تر ځمکې لاندې اوبو څخه ډیره ګټه اخیستنه د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د کمولو یو له اصلي لاملونو څخه بللی دی چی د افغانستان د اوبو رسولو د ادارې مشر بیا له بدیلو چارو خبر ورکوي.